د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز نیولی دی.
دا ریاست وايي وايي د دوی ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبد الواحد د درې نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی.
دا ریاست وايي، دوی پلان درلوده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر او افغان لوړ پوړي چارواکي په نښه او ترور کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملي امنیت زیاتوي د نوموړي د کورنۍ څخه دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي وو چې په وینا یې تېر کې د یو هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.
داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.