د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ولسوالۍ د بازار لسګونه دکانونه سوځېدلي دي.
ځینې محلي سرچینې او ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه هاوان د دولتي ځواکونو لهخوا تېره شپه توغول شوی دی.
دوی وایي، پېښه کې د دکانونو ټول توکي سوځېدلي او ملیونونه افغانۍ زیانیې رامنځته کړی دی.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني بیا وایي، دغه بازار د هغه هاوان له کبله سوځېدلی چې د وسلهوالو طالبانو لهخوا توغول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.