Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پکتیاوال: د ۶ ولسوالیو لویې لارې دې امن شي او کلیدي ځایونو کې دې پوستې جوړې شي

په پکتیا کې د شپږو ختځیو ولسوالیو هغه لار چې له تېرو نږدې اوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، نږدې درې اوونۍ وړاندې یې د پرانیستلو لپاره عملیات وشول.


د دې ولایت اوسیدونکي وایي، د دې لویې لارې د امن کولو لپاره باید د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو ترمنځ واټن را کم شي او یو شمېر نوي رامنځته شي، په ضمن کې د امنیتي ځواکونو تر منځ باید پیاوړې همغږي هم رامنځته شي.


د لویې پکتیا فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدی اصف خېل وایي: "په ټوله کې که د دې لارې په اوږدو کې پوستې جوړې نه شي، په دغه لاره کې به خلک لکه د تېرو کلونو په څېر بیا هم له ستونزو سره مخ وي، لویه ستونزه دا ده چې په دې لاره کې پوستې له یوه بل ډېرې لېرې دي او په منځ ځایونو کې وسله وال دوامداره حضور پیدا کوي."


د دې لارې د خلاصون لپاره دوه ځلي پخوا هم عملیات شوي وو، خو له ماتې سره مخ شول.


د پکتیا ځایي چارواکي که څه هم د ګردېز- پټان لویې لارې د خلاصون لپاره درېیم ځل عملیات بریالي بولي، خو د دې ولایت ولایتي شورا غړي یوازې عملیات کافي نه بولي او د لارې د امن کولو لپاره د عملي او دایمي اقداماتو د پورته کولو غوښتنه کوي.




د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل: "لویې لارې لکه د پکتیا زرمت، پکتیا، کابل او تر ټولو یې مهمه دا ګردېز- پټان چې اوس خلاصه شوه، باید د ولس پر مخ خلاصې شي او مهمه دا ده چې عملیاتو وروسته په دې لاره نظامي بېزونه جوړ شي، څو د دایم لپاره دغه لاره امن وي."


د دغې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له امله د شپږو ولسوالیو "احمدخېل، جاني خېل، لجه منګل، ډنډپټان، اریوب ځاځي او څمکني" اوسیدونکي د پکتیا مرکز ګردېز ته تګ راتګ نه شي کولی.


د دوی په وینا د ګردېز پټان تر منځ په لویه لاره کې شوات، مشکی، انډوام، حسن خېل، کړکین او یو شمېر نورې هغه سیمې بلل کېږي چې وسله والو طالبانو په کې دوامداره حضور درلود.


تازه د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو  مسول ایمل مومند وایي چې یادې سیمې یې ټولې له وسله والو پاکې کړې او د لارې په اوږدو کې د یو شمېر نویو پوستو د جوړلو چارې بشپړې شوي دي.


دی وايي: "په ډېر لوړ تهدید سیمو کې بېزونه جوړوو چې دوه بېزونه مکمل شوي او درېیم هم تکمیل دي، په دې کې به ګډ ملي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي او په پاتې نورو سیمو کې به هم ژر جوړ شي."


ښاغلي مومند د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دې لویې لارې د امنیت لپاره همدا درې پوستې کافي دي؟ وویل، تر تهدید لاندې پاتې سیمو کې به هم په راتلونکي کې پوستې جوړې کړي او تر هغه وخته به د دوام داره ګزمو او چک پانیټونو له لارې د دې لارې مسیر د خلکو او نظامي کسانو لپاره امن کړي.


د وسله والو طالبانو ویاند له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې یاده لاره یې یوازې د افغان دولت د کار کوونکو په وړاندې تړلې وه، خو د وروستیو عملیاتو او د نویو پوستو د جوړولو په اړه یې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus