Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید فابریکه بېرته فعالېږي

چارواکي وايي، د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید د فابریکې پر بیارغونې کار روان دی او دغه څانګه فعالوي.


د سپین زر شرکت چې یو مهال‌یې په بېلابېلو برخو کې تولیدات درلودل، په کورنیو جګړو کې نه‌یوازې دا چې غیر فعال شو، بلکې ماشینونه او امکانات‌یې ویجاړ او لوټ شول.


چارواکي وايي څو میاشتې مخکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فابریکو د بېرته فعالېدو لپاره د یوې هوکړې له مخې د کندز سپين زر فابریکې د فعالېدو لپاره د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵ پايې د غوړیو د تولید ماشینونه پېرل شوي او کندز ته انتقال شوي.




د دې شرکت رئیس ذبیح‌الله زاهد له ازادی راډيو سره د خبرو پر مهال وویل: "هر ماشین په ۲۴ ساعتونو کې د دوه ټُنو غوړیو د تولید ظرفیت لري او په مجموع کې دغه پنځه پایې ماشینونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ ټُنو غوړیو د تولید وړتیا لري. د نصبولو چار یې جریان لري او ډېر ژر په دغه چارې بشپړې شي او بیا وروسته د غوړیو فابریکه پرانیستل کېږي."


نوموړی وايي، دا ماشینونه د پنبه‌دانې د پروسس سربېره د نورو هر ډول تیلي دانو د پروسس وړتیا هم لري.


زاهد زیاتوي: "دا ماشینونه هر ډول دانې پروسس کوي، لکه کونځلې، زغر، شړشم، لمرګلي او دانې. همداراز په دې ماشینونو کې یو ځانګړی ماشین دی چې کولای شي سیاه دانه، د پستې او بادامو زړي هم پروسس کړي او طبي دانې هم پروسس کولای شي."


په کندز کې خلک د سپین زر شرکت بېرته فعالېدو ته خوښ دي.




۳۵ کلن هدایت‌الله زیارمل وايي، که دا شرکت فعال شي، بېلابېلو برخو کې د خلکو پر ژوند ښې اغېزې کوي.


ښاغلی زیارمل وايي: "زه ډاډمن یم چې د دې فابریکې بیارغونه به سلګونه تنو بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، سربېره پر دې دا کارونه د امنیت په ټینګښت کې هم خپل تأثیرات درلودلی شي. سیمه‌ییزه اداره چې د بیارغونې په برخه کې هر ګام پورته کوي موږ یې هرکلی کوو."


د سپین زر شرکت رئیس وايي، له کورنیو جګړو مخکې دې شرکت هر کال له کروندګرو ۱۰۰ زره ټنه پنبه پېرله او همداراز یې هر کال ۳۰ زره ټُنه پخته، ۷ زره ټنه خالص غوړي، ۳۰ ملیونه کلچې صابونونه، مقطرې اوبه، اکسیجن او ډول ډول چیني لوښې تولیدول.


د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې له کبله د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل‌یې لوټ او کارکونکي یې بې‌کاره شول.




افغان حکومت په تېره دوه لسیزو کې ونه‌توانېده چې د کندز دا مهم تولیدي شرکت بېرته فعال کړي.


خو اوس د کندز د سپین زر شرکت رئیس وايي، هڅه کوي چې د غوړیو د فابریکې سربېره د پنبې د تولید فابریکه هم بېرته فعاله کړي چې ورسره به د کروندګرو پنبې ته بازار او بې‌روزګارو کسانو ته کار پیدا شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus