Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امرالله صالح له کابل ښاریانو بخښنه وغوښته

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه د کابل ښار باغ بالا او اینټرکانټیننټال هوتل ته د غځېدلو لارو د بندېدو له امله له کابل ښاریانو بخښنه غوښتې ده.


‎سخت امنیتي تدابیر، تنګ سړکونه، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د واټونو بندول د کابل ښاریانو هر ورځنۍ ستونزه ده.


‎ د امنیتي چارواکو تګ راتګ او دغه شان په دوی پورې اړوندو مراسمو او محفلونو ته د امنیتي تدابیرو نیولو دا ستونزه لا زیاته کړې.


‎تازه پرون مازدیګر ویل کېږي، چې د کابل په اینټرکانټیننټال هوټل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د زوی د واده له امله دغه هوټل او باغ بالا سیمې غځېدلی واټونه تړلي وو او خلک د دېر وخت لپاره د سرکونو پر سر په خپلو موټرو کې پاتې شول.


‎دغه چارې د ښاغلي صالح پر وړاندې ګڼې نیوکې راوپارولې، هغه څوک چې خپله یې په دې وروستیو کې د کابل ښار د لاربندیو د کمولو لپاره د پلان جوړونې مسوولیت اخیستی.


‎د خواله رسنیو ‌‌‌‌‌‌ډیریو کاروونکو د دغو لاربندیو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې څنګه دغه لاربندۍ رامنځته شوي.


‎خو ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه د دې ټینګار تر څنګ چې د لارو د تړلو لپاره یې هېڅ چا ته لارښوونه نه وه کړې، له خلکو له دې امله بخښنه هم غوښتې. 


‎هغه لیکلي چې ((باغ بالا واټ هېڅ کله هم صاف او خلاص نه و. )) او زیاته کړې یې ده چې ښایې د لوړ پوړو مېلمنو تګ راتګ د لارو د بندیو لامل شوی وي.


‎خو دا یوازې د تېرې شپې ستونزه نه ده، کابل ښاریان وايي، کله هم چې دولتي چارواکي له یو ځای بل ځای ځي د امنیتي تدابیرو له امله لارې ورته تړل کېږي.


‎عبدالرقیب زاهد چې له دغه حاله ستړي شوي وایي: "پرون هم یو محفل و زه ښار ته تلم خو لاره بنده وه، تقریباً یو ساعت کې هم ونه توانېدم چې خپل کار ته ورسېږم، دا ستونزه د یو کال نه ده څو کلونو کېږي چې همدا حال دی." 


دغه راز ناطق حسيني وويل: "د څو دولتي چارواکو لپاره د لارو تړل تېروتنه ده، همدا ولس دی چې دولت دی، باید د یو دولتي کس لپاره چې په یوه لاره تېرېږي لاره ونه وتړل شي، دولتي چارواکي باید له یوې مشخصې لارې او په یو مشخص وخت تېر شي تر څو خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي." 


‎کابل ښاریانو په وار وار دا انتقادونه کړي دي خو ښايي په کابل کې د نفوسو زیاتوالی او په خاصو وختونو کې د موتر ډېر شمېر د لارو د بندېدو نور لاملونه وي، چې دغه ستونزه یې لا سخته کړې ده او مسوولین یې هواري کې پاتې راغلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus