Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د احتمالي جنایتونو په اړه له بریتانیا د څېړنو غوښتنه

ګارډین


په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه له بریتانیا څخه د څېړنو غوښتنه، دا د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی چې لیکلي یې دي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له بریتانیا غوښتي چې د اسټرالیا په پل، پل کښېږدي. 


اسټرالیا د خپلو ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو دوسیه پرانېستې او ویلي یې دي چې دا پوځیان د ۳۹ ملکي افغانانو یا جنګي اسیرانو په وژلو تورن دي. 


اوس د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې بریتانیا هم باید دا ډول اقدام وکړي. 


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر په اسټرالیا کې شوېو تحقیقاتو ته په اشارې ویلي چې له هغو څرګندېږي چې دوی غیر بشري او بې رحمانه اقدامات کړي دي. 


بریتانیا زرګونه پوځیان په هلمند کې لرل، خو د ۲۰۱۴ میلادي په پای کې یې وایستل.


په هلمند کې د بریتانیايي پوځیانو د حضور په کلونو کې په دې ولایت کې خونړۍ نښتې شوي دي. 


شهرزاد اکبر وايي، بریتانیا او نور هېوادونه چې په افغانستان کې یې وسله والو ځواکونو په جګړه کې ګډون کړی، باید د ملکي افغانانو پرضد د تاوتریخوالو او د بشري حقونو ضد اقداماتو په اړه ازادې څېړنې وکړي. 



د اسټرالیا ایشین لایټ خپرونه


د اسټرالیا ایشین لایټ خپرونې بیا د خپل هېواد د صدراعظم دا ژمنه خپره کړې چې وايي، د افغانستان د جنګي جنایت په برخه کې به عدالت په ځای کړي. 


صدراعظم سکاټ موریسن ویلي، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو له لوري شوي جنګي جرمونه به په جدي ډول تعقیب کړي. 


ده پخوا ویلي و چې دا ډېر سخت تورونه دي او تر هغو به یې تعقیب ته دوام ورکړي چې عدالت پر ځای شي. 



اکانومیسټ مجله


اکانومیسټ مجلې بیا په افغانستان کې د جګړو د تېزېدو په اړه لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي، طالبانو جګړو ته زور ورکړی دی. 


د دې مجلې پر اساس، اوس د جګړې د لیدو لپاره ضرور نه ده چې څوک لېرې سیمو ته لاړ شي له کابله یوازې ۲۰ کیلومتره لېرې په میدان وردک کې طالبان لیدل کېږي. 


تمه وه چې د امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، خو د دې خلاف ورځ په ورځ د جګړې اور تود شوی دی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus