چارواکي: د نشه يي موادو تر دېرشو ډېر قاچاق کوونکي مجازات شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د علني غونډو په جوړولو سره د نشه يي موادو (۳۶) قاچاق کوونکي چې د (۲۸) پېښو په تړاو نيول شوي وو، له دوو کالو څخه نيولې بیا تر شپاړسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل چې، دا قاچاق کوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې نيول شوي دي، له دوی سره نژدې درې سوه کيلوګرامه نشه يي مواد نيول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې هيرويين، ښيښه، چرس او تارياک شامل دي.
دغه ډول امينتي ادارو په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو (۲۳) مشکوک کسان ځانګړي څانوالۍ ته معرفي کړي او دوسيې يې د څېړلو په حال کې دي.