Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خبریال الیاس داعي وژنې د یو شمېر بنسټونو او هېوادونو غبرګونونه پارولي

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدا په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره د حالاتو پر خرابېدو ژوره اندېښنه ښيي. 


الیاس داعي چې څه باندې یوه لیسزه یې له ازادي راډیو سره د یوه ډېر فعال او تکړه خبریال په توګه کار وکړ، پرون په لښکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شوچې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.  


د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د افغانستان د ژورنالېستانو له خپلواکې ټولنې سره یوځای د دې پېښې په اړه معلومات راټولوي. 


دې ټولنې همدا راز ویلي چې پر الیاس داعي برید وروسته له دې کېږي چې پر کابل پوهنتون خونړۍ تروریستي حمله وشوه. 


له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل د الیاس داعي وژنه جنګي جنایت بللی. 


دې ډلې همدا راز ویلي، د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژنه جنګي جنایت دی، ژورنالېستان، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان باید په نښه نه شي او باید پرېښودل شي چې خپل کار بې ډاره او په ازاد ډول وکړي. 




دې سازمان د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د ژورنالیستانو او د بشري حقونو د ملاتړو د ساتنې لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي، د دې ډول حملو په اړه تحقیقات وکړي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپاري. 


په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د الیاس داعي وژنه وحشیانه بللې او ویلي یې دي چې پر خبریالانو دا حملې باید ژر تر ژره ودریږي. 




ده دغه راز ویلي چې د الیاس داعي کورنۍ او په ازادي راډيو کې د هغه له همکارانو سره غمرازي کوي. 


په کابل کې د بریتانیا سفارت د الیاس داعي وژل کېدا بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې ده. 


دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "د الیاس داعي کورنۍ، ملګرو او هغو ټولو کسانو ته چې په دې پېښه کې اغېزمن شوي، تسلیت وړاندې کوي. افغان خبریالان باید په ازاده توګه او پرته بې بېرې کار وکړي."    




دغه سفارت همدا راز له افغان حکومته غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې تحقیقات وکړي.    


په کابل کې د جرمني سفارت هم پر خپله ټویټر پاڼه د الیاس داعي پر وژنه د هغه له کورنۍ او ملګرو سره د خواخوږۍ پیغام خپور کړی. 




د جرمني سفارت په خپل پيغام کې دا هم ویلي چې تاوتریخوالی باید ودریږي او اوس د سولې وخت رارسېدلی دی.    


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم په دې اړه پر ټويټر لیکلي چې ملګري ملتونه په هلمند کې پر خبریال الیاس داعي حمله په سختو ټکو غندي.




په ټویټ کې زیاته شوې: "ټول ملکیان باید خوندي شي. ټول افغانستان ازادو رسنیو ته اړتیا لري چېرته چې ټول خبریالان خوندي وي او قانون پلی وي."    


همدا راز د کاناډا سفارت هم پر خپله ټويټر پاڼه د الیاس داعي پر وژل کېدا غمشریکي کړې او لیکلي يې دي:" د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وحشیانه حمله غندي او د زړه له کومي د هغه له کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي څرګندوي." 




د کاناډا سفارت زیاته کړې، خبریالان د خلکو غږ پورته کوي. په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي باید جوړجاړی ونه شي.   


په کابل کې د ډنمارک سفارت هم دا غمیزه د نه منلو وړ بللې ده. دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې دوهم خبریال دی چې وژل کیږي.




ډنمارک له افغان رسنیو او مطبوعاتو له ازادۍ سره خپل ملاتړ تکراروي.   

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus