Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې خبرې؛ عبدالله: که طالبان هوکړه ونه‌کړي وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي لا هم د سولې په اړه کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلي، د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، جګړه د حل لار نه ده؛ طالبان باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.


ښاغلي عبدالله چې د هرات په نهم امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پيل او د یادو خبرو مثبت برخلیک لپاره هر ډول انعطاف ښودلی، خو د ده په وینا که طالبان روان وضعیت ته وګوري، نو اړینه ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه افغانان وکړي.


ده زیاته کړه: "فکر کوم اوس هم باید له حوصلې کار واخلو، د دې مسئلې له دومره پیچلي حالت سره هم چې هره ورځ د افغانانو کورونو ته مړي وړل کېږي، موږ وایو چې مذاکرات باید ادامه پیدا کړي، که خدای مه کړه داسې حالت ته رسېږو چې زموږ له دومره انعطاف سره دوی هوکړه ونه کړي، نو خپله افغانان به په دې اړه پریکړه وکړي."




 


ښاغلي عبدالله په دوحه کې بین الافغاني خبرو ته هم اشاره وکړه او وېي ویل چې تر دې دمه د د لومړیو خبرو پر سر په ښکېلو غاړو کې هېڅ کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی، خو بیا هم تمه لري چې د افغانستان پیچلي جګړه د خبرو له لارې حل کړي. 


دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح هم په یاد کنفرانس کې چې د ویډیو له لارې یې وینا کوله، طالبان په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په ځانګړي توګه پر کابل پوهنتون د حملې عاملین یاد کړل. 


د رسمي راپورونو پر بنسټ اوس مهال په څه دپاڅه ۲۰ ولایتونو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې زور اخېستی چې ډېری قربانیان یې هم ملکیان دي. 


په ورته وخت کې د خلاصون لارې شورا مشر اکبر اغا وايي، هوکړې ته د رسېدو او د جګړې د ختم لپاره غوره لار همدا ده چې دواړه لوري د افغانانو غوښتنو ته پام وکړې.




ښاغلی اکبر اغا زیاتوي: "دواړه لوري باید افغان ملت ته واک ورکړي، څو سلامت او ملامت پیدا کړي، که ملت ته واک ورکړل شي او یاده پروسه کې خلک ګډون وکړي، دا سوله به ژر اوشي." 


په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پيل په موخه د سېپټمبر په ۱۱مه خبرې پیل شوې، خو لا هم دواړه لوري د کاري اصولو پرسر هوکړې ته نه دي رسیدلي. 


د راپورونو پر بنسټ، د دواړو لورو ترمنځ د اختلافي ټکو له ډلې یو هم دا دی چې طالبان ټینګار کوي چې د دوحې تړون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی، د بین الافغاني خبرو اساس وي هغه څه چې افغان حکومت مرکچي پلاوی ته د منلو وړ نه دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus