Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'په ولسي جرګه کې د بامیان پخوانی استازی له طالبانو سره یوځای شوی'

د بامیان والي سید انور رحمتي وايي، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د دې ولایت پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی دی.


ښاغلي رحمتي په یوه مکتوب کې د دې ولایت امنیتي ادارو او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبر ورکړی چې ښاغلی شهیداني قطر ته تللی دی.


د بامیان والي سید انور رحمتي په یوه رسمي مکتوب کې چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې استولی لیکلي، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د دې ولایت پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یو ځای شوی دی.


په دې ۵۲۹مه ګڼه مکتوب کې چې د ۱۳۹۹/۰۷/۲۰ نېټه لیکل شوي، له امنیتي ارګانونو غوښتنه شوې چې دا موضوع وڅېړي او بېرته یې په اړه د ولایت مقام ته ډاډ ورکړي.


ښاغلي سید انور رحمتي ازادي راډیو سره خبرو کې ومنله چې دا مکتوب د ده په لاس‌لیک صادر شوی دی.




هغه زیاته کړه: "زما عرض دا دی چې د مکتوب په متن کې راغلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دا کار شوی او دا موضوع زموږ د امنیتي ادارو تر څېړنې لاندې ده، هغوی یې پلټي(یعنې تاسې دا مکتوب استولی؟)بلی! هو! "


خو عبدالرحمان شهیداني بیا دا موضوع ردوي.


ښاغلي شهیداني ازادي راډیو ته په رالېږل شوې پیغام کې لیکلي: "زه دوبۍ کې یم، قطر سره کار نه لرم، غوره ده چې په دې اړه د بامیان والي وضاحت ورکړي."


په ورته وخت کې د بامیان امنیه قومانداني هم مني چې والي ترې په یوه رسمي مکتوب کې له طالبانو سره د عبدالرحمان شهیداني د یوځای کېدو په اړه د څېړنو او معلوماتو غوښتنه کړې.


د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس د دې موضوع په اړه څېړنې پیل کړي دي.


له بامیان نه، طالبانو سره د عبدالرحمان شهیداني د یو ځای کېدو موضوع کابل سره هم شریکه شوې ده.


د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادار ویاندې نرګس مومند ازادي راډیو ته وویل، دوی د بامیان والي مکتوب یې تر لاسه کړی، خو د دې لپاره چې ښاغلی شهیداني د دوی کارکوونکی نه دی، دوی دا موضوع له امنیتي او کشفي ادارو سره شریکه کړې ده.


مومند زیاتوي: "دا مکتوب چې کله موږ ته را ورسېد، زموږ د ریاست دفتر له‌خوا بېرته امنیتي ارګانونو ته یوه ابلاغیه ورکړل شوه، تر څو معلومه شي چې دا راپور څومره موثق دی او ایا حقیقت لري او که نه."


له کورنیو چارو وزارت مو هم د دې موضوع په اړه د وضاحت او ورته د رسېدلو اسنادو په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې له اړیکو سره سره ځواب را نه کړ.


عبدالرحمان شهیداني له دې وړاندې هم د ۱۳۹۶ په غبرګولي میاشت کې هغه مهال چې د ولسي جرګې غړی و، تورن شوی و چې ګنې زوی یې او د بامیان امنیه قوماندان هغې الوتکې ته په دې ولایت کې د ناستې اجازه نه وه ورکړې چې دی یې له کابل څخه نه و لېږدولی.


خو ښاغلي شهیداني هغه مهال دا تورونه رد کړي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus