له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له اعلانه وروسته، ناټو وايي چې په افغانستان کې خپل ماموریت شرایطو ته په کتو پای ته رسوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ پرون پنجشنبه په بروکسل کې د شمالي مقدونیا له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "موږ پرېکړه وکړه چې یو ځای افغانستان ته ځو، په راتلونکې کې د ځواکونو د تنظیم په اړه به هم په ګډه پرېکړه وشي او په مناسب وخت کې به یو ځای له افغانستانه ووځو."
سټولتنبرګ دا هم وویل چې ناټو اوس په افغانستان کې ۱۲ زره ځواکونه لري.
دا ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي.