د "هارون باچا هنري ګړۍ" په دې خپرونه کې د مردان له ځوان سندرغاړي عرفان کمال سره د هغه پر ژوند او هنر غږېدلي یو. نوموړی د پښتو موسیقار فضل ربي استاد زوی دی. د ده په خبره، د کورونا وایرس وبا هنرمندان ډېر ځپلي دي. کمال وايي، په وروستیو کې سوات ته تللی او هلته یې د موسیقۍ محفلونه جوړ کړي ول. کمال له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې موسیقي کوي. د نوموړي خبرې او ځینې سندرې یې د غږ په ځای کې واورئ.