ګربچن سینګ د افغانستان په سیک اقلیت پورې تړاو لري چې وايي«زر ځلي» ورسره تبعیضي چلند شوی دی. ده له خپلو یو شمېر نورو هم مذهبو سره د هند وېزه اخیستې او ټاکل شوې ده چې ژر له افغانستانه ولېږدي. سینګ، ازادی رادیو ته وویل کله چې افغانان ورڅخه پوښتنه کوي چې د هند له کوم ځایه راغلی، ډېر خوابدی کېږي.