په افغانستان کې سولي او ثبات ته د رسېدو لپاره هڅي دوام لري، د دې هېواد خلک د بینالافغاني مذاکراتو پیل ته سترګي په لار دي. په همدې لړ کې افغان میرمني له طالبانو سره د سولي د احتمالي توافق په صورت کې اندېښمني هم دي او وېره لري چې د تېرو شااوخوا شلو کلونو لاسته راوړنې یې د سولي د تړون قرباني نهشي.