طالبان وایي، نن یې په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشې کړل.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.
ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې پنځه سوه زندانیان ازاد شوي دي.
افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې څلور زره زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو شاوخوا پنځه سوه زندانیان چې حق العبدي قضیې لري ممکن خوشې نه شي.
حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو یې غوښتي چې د دغو کسانو پر ځای به یې نور زندانیان خوشې کړي او طالبانو دا لېست هم ور سپارلی، خو سهیل شاهین وایي، دوی کوم نوی لېست حکومت ته نه دی ورکړی.