د امریکا کانګرس پر چین د هانګ کانګ په تړاو بندیزونه تصویب کړي دي.
امریکايي کانګرس د هانګ په تړاو نوي بندیزونه وروسته له هغې تاییدوي چې بیجینګ، د ملي امنیت یو قانون نافذ کړ.
دا نوی قانون په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو له خوا غندل شوی دی.
د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ په اکثریت د هانګ کانګ د کورواکۍ د طرحې ملاتړ وکړ.
تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا استازو جرګې هم ورته پرېکړه کړې وه.
دا مصوبه اوس ولسمشر ټرمپ ته استول شوې چې توشیح یې کړي.
مصوبه کې هغه بانکونه جریمه کېږي چې له هغو چینایي چارواکو سره راکړه ورکړه کوي څوک چې دا نوی قانون عملي کوي.
د امریکا د کانګرس دا مصوبه د چین د کمونیست ګوند هغه چارواکي هم په نښه کوي چې د نوې قانون د نفاذ مسئولیت لري او هغه پولیس چې د هانګ کانګ اعتراضونه یې ځپلي دي.
مخکې له دې چې د امریکا سنا دا نوي بندیزونه نافذ کړي بیجینک پر واشنګټن ټینګار کړی و چې د هانګ کانګ په چارو کې د لاسوهنه بنده کړي او د دوام په صورت کې یې د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی و.
بریتانیا په ۱۹۹۷ میلادي کال کې هانګ کانګ د لږ تر لږه پنځوسو کلونو لپاره د ځینو ازاديو په تضمین چین ته وسپاره.
منتقدان وايي، د چین نوی قانون چې په کې د عمري بند تر سزا پورې شامل دي، د دې ازادیو د پای ته رسېدو په معنی دی.