د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د ملي امنیت قانون تصویب کړ
دا همغه قانون دی چې د چین د حکومت د منتقدینو په باور د هانګ کانګ په نیمه کورواکې سیمه کې بشري حقونو ته ګواښ کوي.
پېکېنګ د دې قانون طرح، د ډیموکراسۍ په پلوۍ له پروسږنو اعتراضونو وروسته جوړه کړه او ویې ویل چې له دې سره به په هانګ کانګ کې ثبات ټینګ شي.
لویدیځو هېوادونو پر دې قانون سخت انتقادونه وکړل.
په هانګ کانګ کې هم د دې قانون پرضد پراخ اعتراضونه وشول ځکه دا وېره شته چې د هغه تطبیق به د سیاسي مخالفینو ځپلو ته لاره پرانېزي.