د کابل ۱۲ مه ناحیه کې اور لګېدو درانه مالي زیانونه اړولي
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو دوکانونو کې تر ډېره کالي او سیمساري خرڅېدل.
نوموړي وویل په اور لګېدنه کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.
د متشبثینو عالي بورد وایي، د زیانونو په اړه حکومتي پلاوی تللی او موضوع څېړي.
خو تراوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو مارکېټونو کې د اور لګېدنې پېښې شوي چې دوکاندارانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.