ننګرهار چارواکي: وسله والو غلو د ښوونکو یو میلیون افغانۍ معاشونه تښتولي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل-جلال اباد په لویه لاره د ګمرک په ساحه کې شوې چې په تړاو یې ۳ تنه نیول شوي دي.
ښاغلي خوګیاڼي که څه د د تښتول شویو معاشونو د پیسو د اندازه ونښوده خو د ننګرهار د پوهنې ریاست مسؤلین وایي چې تښتول شوې پیسې د ښوونکو د څو میاشتو معاشونه وو چې په خبره یې، شااوخوا یو میلیون افغانۍ کېدې.
د پوهنې ریاست وایي، وسله والو غلو تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د قرار دادي ښوونکو معاشونه د دغې ولسوالۍ د پوهنې امریت له تحویلدار څخه په زوره وړي چې په خبره یې، په تړاو یې ۳ تنه نیول شوي او تر پلټنې لاندې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار اوسېدونکي د غلاو له ډېروالي شکایت کوي او غواړي چې مخنیوی یې وشي.