چارواکي: پکتیا کې نامعلومو وسله والو ۳ ملکیان وژلي
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل: "د ډنډپټان ولسوالۍ په څېړۍ کڅ سیمه کې ۳ ملکي وګړي د ماښام له لمانځه وروسته کورته د تلو پرمهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول، د دې پېښې علت نه دی مالوم او په دې اړه څېړنې روانې دي."
تراوسه کم چا یا ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی خو د سیمې اوسیدونکي د منګلو او خروټو قومونو ترمینځ پخوانۍ دښمني د پېښې علت بولي او وايي چې له دې مخکې دې ته ورته حملې شوې دي.