د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي
دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بېموجبه نیول شوی دی.
منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي.
پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځلهیې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي.
له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په حکومت نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.