طالبان: خوندي ځای ته د طالب بندیانو رسېدو پورې برمته استادان نهخوشې کوو
ذبیحالله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي نن (عقرب ۲۲مه) ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې دا خبره کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د امریکايي پوهنتون د دغو استادانو د خوشې کولو په بدل کې له بګرام زندان څخه د انس حقاني او د طالبانو ډلې دوو نورو غړو عبدالرشید عمري او ملي خان د ازادولو اعلان وکړ.
ښاغلي غني وویل، دغه پرېکړهیې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره او له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو پیلېدو په هدف کړې ده.
تر اوسه څرګنده نهده چې د طالبانو دغه بندیان اوس چېرته دي، خو تېره ورځ یوې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د بګرام له زندان څخه لېږدول شوي دي.