د فراه د سوداګرۍ خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو انتقال غواړي
د دغې خونې د مدیره پلاوي مشر حاجي عسکر نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: مونږ غواړو چې زمونږ مېوې د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته انتقال شي، اوس مهال انګور هم په پخېدو دي، خو مونږ سړې خونې نه لرو.
نوموړي وویل، که چېري دا ستونزه هواره نه شي، راتلونکی کال به کروندګر کرنې ته زړه ښه نه کړي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکړی چې دا ستونزه به هواره کړي.