Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2025

Новости за 21.12.2025

Mashaalradio.com 

ایران وايي مهارت لرونکي افغانان اوسېدلی شي خو نور وباسي

افغانستان ته ستنېدونکي ځيني افغان کډوال وايي په ايران کې یې کار روزګار خراب وو او د تومن د ارزښت د کمېدو له وجې یې هلته ډيرې پيسې نه شوای ګټلی. ځيني نور بیا د ايران لخوا په زور اېستل شوي. ايراني چارواکو ويلي چې د اقتصادي ستونزو او امنيتي اندېښنو له امله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی او په راتلونکو څو مياشتو کې به اته لاکه نور هم وباسي. افغان کډوال له څو لسیزو راهیسې په ايران کې اوسېدل خو اوس هره اونۍ په زرګونو افغانان د سیستان – بلوچستان پر سرحدي سیمې، میلک افغانستان ته اوړي. په دې اړه د رويټرز... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان او افغانستان تړلو لارو پېښور کې د قیمتي کاڼو کاروبار خراب کړی

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو تړل کېدو له وجې د پېښور په نمک منډۍ کې د قیمتي کاڼو او غمیو کاروبار کم شوی دی. په دې بازار کې زیاتره افغانان کاروبار کوي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې چې له امله یې تجارت خراب شوی دی. په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو راپور وګورئ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د ۱۹ کلنو د کریکټ اسیایي جام خپل کړ

د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د اسیا کپ په پنځوس اوریزو لوبو کې هند په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه. دغې پایلوبه کې د پاکستان او هند لوبډلې مخامخ شوې وې. پاکستانۍ لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټول لوبغاړي په اووه ویشتم اور کې اوټ شول او یوازې ۱۵۶ منډې ېې جوړې کړې. د اسیا کپ دغه جام کې، چې په دوبۍ کې ترسره شو، افغانستان هم د خپل ګروپ له درېو څخه دوه لوبې وبایللې او لوبه کې له پرمختګه پاته شو.

Pa.azadiradio.com 

افغانان د یلدا یا څیلې شپه څه ډول نمانځي

د یلدا شپه یا چله؛ یو لرغونی دود چې کورنۍ سره راټولوي، هغه شپه چې د افغانستان یو شمېر کورنۍ وایي اوس د تېر په څېر رنګ او شور نه لري. خو بیا هم د دوی په خبره د طالبانو له لوري د لګول شویوو محدودیتونو سره،سره دا شپه د خپلوکورنیو تر منځ د وړو پروګرامونو په جوړولو سرخ نمانځي. د کابل ولایت اوسېدونکې کبر وایي، د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د یلدا شپه د پراخو غونډو، شعر ویلو او خوشحالۍ لپاره یو ښه فرصت و: "که دا محدودیتونه نه وای، موږ غوښتل چې د ښځو، ملګرو او همکارانو په لویه غونډه کې دا شپه ونمانځو، خو دا مهال په دې شرایطو کې دا شپه په لنډ ډول نمانځو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د واورو له امله ترافیلکي پيښې رامنځته شوې دي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د واورې او طوفاني هوا امله د سالنګ لویه لار په موقتي ډول د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د قوس په ۳۰ مه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره شپه د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ موټر هم، چې د شمال له خوا جنوب ته پر لاره و، د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله اوښتی او ۵ مسافر یې مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي. نوموړي دا هم ویلي چې دا مهال هم په سالنګونو کې د واورې اوري او هوا نسبتاً طوفاني ده خو هغه زیاته کړې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه

د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه. امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه. دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي. په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه. اوس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي، دغه لویه لار د توپان او واورو له کبله بنده شوه

په شمالي سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي او ۴۲ نور یې ټپيان کړي دي. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې پیښه تیره شپه د کنګل له کبله د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکي بس د چپه کېدو له کبله شوې. د پنځو تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی. بل لورته نن یکشنبه ماسپښین مهال دغه لاره د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوه. سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

Pa.azadiradio.com 

افغان بزګران، بڼوال او سوداګر سړې خونې غواړي

د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي کروندګر انصار الله وايي، ټول کال په خپلو باغونو او کرنیزو ځمکو کې د بېلابېلو مېوو حاصلاتو ته زیار باسي، خو په خبره یې چې کله یې د ګټې وخت شي، د سړو خونو د نشتو له امله یې سمه نیمایي مېوه او سبزي «خوسا» شي. هغه یکشنبه د دسمبر ۲۱ وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "ځینې وخت ترې هېڅ ګټه نه کوو، ځکه ټولې مېوې مو خوسا شي، راباندې تاوان شي، سبزي رانه خرابې شي، چې معمولي لږې هم خرابې شي څوک یې بیا رانه نه اخلي، بیا مجبورېږو چې ګذار یې کړو، بس ټول کال (زحمت) مو عبس شي، ځکه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امريکا وايي له پاکستان مننه کوي چې غواړي "د غزې د امن ساتنې ځواک ته پوځ" ولېږي

د امريکې بهرنيوو چارو وزير مارکو روبیو وايي د پاکستان د هغه وړاندیز مننه کوي چې وايي غزې ته به پوځ ولېږي.د دیسمبر پر ۲۰مه، په واشنګټن کې د روبیو د خبري غونډې په مهال يو خبریال له هغه وپوښتل چې "امریکا له پاکستانه غزې ته د پوځ د لېږلو غوښتنه کړې نو ايا پاکستان راضي شوی چې د امن لپاره، خپل ځواکونه غزې ته واستوي؟" روبیو یې په ځواب کې وويل: "هو، خو ګوره هغه ټول هېوادونه چې موږ ورسره په دې اړه خبرې کړې دي، غواړي په مشخص ډول پوه شي چې کار به یې څه وي او د فنډينګ (د پیسو د ورکړې) میکانیزم به څنګه وي." روبیو زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سیدني د تیرې یکشنبې ورځې د برید د قربانیانو په یاد، یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه

د سیدني په بوندای ساحل کې نن لسګونه زره کسانو د تیرې یکشنبې خونړۍ پیښې د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. رویټرز لیکلي چې پر ځایي وخت ماښام ۶ بجې او ۴۷ دقیقې دغه چوپتیا په راډیویي او ټلویزیوني شبکو کې هم مراعات شوه. د تېرې یکشنبې په ماښام همدغه مهال دوو وسله والو د یهودانو پر مذهبي مراسمو ( حنوکا ) ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ووژل. د نننیو مراسمو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د برید په ځای کې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.




Mashaalradio.com 

ماما قدیر: د بینک له نوکرۍ د لادرکو خلکو د موندلو لپاره تر اوږدې مبارزې

په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو او خوشي کولو لپاره د مبارزه کوونکي عبدالقدیر بلوڅ مړی د دیسمبر پر ۲۱مه د هغه په پلارنۍ سیمه سوراب کې خاورو ته سپارل شوی دی.د وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ د دیسمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د ماما قدیر په نامه مشهور عبدالقدیر بلوڅ له اوږدې ناروغۍ وروسته يوه ورځ مخکې وفات شو. د هغه په خبره، نوموړی په سوراب کې ښخ کړل شو. ماما قدیر په ۱۹۴۰ کال کې د بلوچستان د قلات په سوراب سیمه کې زیږيدلی وو. هغه په ځوانۍ کې د نېشنل عوامي ګوند تر سیوري لاندې سیاسي فعايلت کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي مرکچي د فلوریدا د تیرې شپې خبرې ( رغوونکې) بللې دي

د اوکراین د جګړې په چارو کې د روسیې ستر مرکچي کیریل دیمیتريف په متحده ایالتونو کې د تیرې شپې خبرې " رغونکې" بللې دي. دیمیتریف، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار هم دی، ویلي چې خبرې پرون پېل او ټاکل شوې سبا هم دوام ولري. خبرې د فلوریدا په میامي ښار کې ترسره کېږي. د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر هم په خبرو کې ګډون لري. دا په اوکراین کې د روسیې د ناموجه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو تازه ګام دی. ټرمپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تایلینډ او کمبوډیا ترمینځ سرحدي نښتو یو ملیون کسان کډه کړل

د کمبوډیا د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې له ګاونډې هیواد تایلند سره د دوه اونیو له درنو نښتو وروسته په کمبوډیا کی نیم ملیون خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي. چارواکي وايي په روانه میاشت کې د اسیا په جنوب ختیځ کی ددغو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دد غو نویو نښتو له امله چې په کې ټانک ، توپخانه او ډرون وکارول شول لږترلږه ۲۲ کسه په تایلند او ۱۹ کسه په کمبوډیا کې وژل شوي دي. د نښتو لامل د ځمکو او د ۸۰۰ کیلومترو پولې د ټاکنې په سراختلاف دی چې د استعمار له دورانه پاته دی. تایلند هم ویلي چې ددغو تازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د منډوي د بوټانو په مارکېټ کې اورلګېدنې زیانونه اړولي دي

د کابل په منډوي کې نن سهار اورلګېدنې زیانونه اړولي دي. د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د لومړنۍ ارزونو له مخې یې دوکاندارانو ته د ۷ لکه ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی. د مڼدوي د بوټانو په مارکیټ کې د دغې اورلګېدنې لامل د برښنا شارتي بلل شوې. په خبرپاڼه کې د اورلګېدنې د احتمالي انساني زیان یادونه نه ده شوې.

Pa.azadiradio.com 

جهانزبورګ کې خونړی وسله وال برید، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي

د جنوبي افریقا په تر ټولو لوی ښار جهانزبورګ کې وسله والو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي. د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې وسله وال نن یکشنبه( د لیندۍ ۳۰مه) سهار وختي د جهانزبورګ په جنوب لویدیځ کې یوه بار ته ننوتلي او ډزې یې کړي. پولیسو ویلي چې یوه بریدګر کلاشینکوف درلود او له پاته نورو سره تفنګچې وې. بریدګرو تر برید وروسته له وژل شویو او ټپيانو څخه د مبایلونو او پیسو په ګډون قیمتي شیان غلا کړي دي. د ډزو ورته پيښه د دسمبر په ۶مه هم شوې وه چې لسګونه کسان په کې وژل او ټپيان شوي وو. په جنوبي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عمران خان د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر د ولسي احتجاج کولو غږ کړی دی

د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان، د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر غږ کړی چې د ولسي احتجاج لپاره تیاری وکړي.د عمران خان پر اېکس پاڼه د دیسمبر پر ۲۰مه ناوخته خپاره شوي بیان کې راغلي چې نوموړي دا خبرې په جيل کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي. هغه یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې نه یوازې په زندان کې ورسره ناقانونه چلند کېږي بلکې دا د ده په وینا، "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په امر کېږي." نوموړي دعوه کړې چې په ملک کې "دا وخت" د پوځ او دفاعي ځواکونو د مشر 'فیلډمارشل عاصم منیر قانون دی او د هغوی کړې پرېکړې اورول کېږي.

Mashaalradio.com 

بېلجیمي چارواکي وايي سږ کال یې پر هوايي ډګر ۸ ټنه چرس نیولي

د بېلجیم چارواکي وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې پر برسلز هوايي ډګر د نشه يي توکو نیول کېدل دوه چنده زیات شوي دي. د هغه هېواد ګمرک چارواکي زیاتوي، زیاتره مخدره مواد له تایلینډ، کاناډا او امریکا ورقاچاقېږي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

افغان خبریالانو د خپلو همکارانو د ژغورنې لپاره پاریس کې اعتراضي غونډه وکړه

یو شمیر افغان خبریالانو دهغو نورو افغان خبریالانو لپاره چې پاکستان او ایران کې ګیرپاته دي دفرانسې پلازمینه پاریس کې اعتراضي غونډه وکړه. د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان چې د غونډې په تنظیم کې برخه درلوده د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اوسمهال لسګونه خبریالان او ددوی کورنۍ چې پاکستان او ایران کی یې د پناه اخیستو غوښتونلیکونه رد شوي یا یې برخه لیک نه دی څرګند ، هلته پاته دي. اعلامیه زیاتوي چې دغه اوږد او مبهم انتظار ددغو خبریالانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی . د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان ولسمشر په افغانستان کې دسولې او ثبات لپاره د ګډو زیارونو په اهمیت ټینګار وکړ

د ازبیکستان ولسشمر په توکیو د منځنۍ اسیا او جاپان لومړنۍ سرمشریزې ته خپله وینا کې په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره د ګډو هلوځلو په اهمیت ټینګار وکړ. شوکت میرضیایف وویل چې دغه غونډه په داسې حال کې دایریږي چې په نړیوال سیاست کې جدي ننګونو ته په کتنه د سولې د ساتلو او ثبات د پیاوړتیا لپاره ګډي هلې ځلې ځانګړی اهمیت لري. ښاغلي میرضیایف وویل چې افغانستان زموږ د تعاملاتو یو له مهمو ساحو څخه ده او د موږ ګډه هیله داده چې دا هیواد دپرمختک لور ته په واقعي تمرکز سوله ایزاوباثباته ولیدل شي. د ازبیکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تعلیمي کال وروستۍ ورځ کې د نجونو نیمګړې هیلې

نن د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال رسمي وروستۍ ورځ ده، خو د شپږم ټولګيو یو شمېر زده کوونکې نجونې وايي چې سږنی ژمی به وروستی ژمی وي چې پر دوی به د "ښوونځي زده کوونکې" نوم وي.دوی ځکه اندیښمنې او خپه دي چې د طالبانو دمحدودیتونو له امله له شپږم ټولګي وروسته د زده کړو له دوامه محرومې دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus