Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2025

Новости за 21.10.2025

Mashaalradio.com 

خواجه اصف: له افغانستان سره اوربند به تر هغه وخته عملي وي، تر څو چې یې سرغړونه نه وي شوې

د طالبانو حکومت وایی چې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسله ده او د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي

Mashaalradio.com 

خيبر پښتونخوا کې دوديزه لوبه "موخه" لا هم پر ځای پاتې ده

د خيبر پښتنونخوا په مردان، صوابۍ او بونېر کې هم ځايي خلک لا هم دوديزه لوبه "موخه" کوي. د هغو سيمو ولس وايي چې موخه نه يوازې يوه لوبه ده، بلکې د هغوی په وينا، دا د دوی لپاره د خپل کلتور ژوندي ساتلو او خوندي کولو يوه لاره هم ده. موخه مار غوښتنه کوي چې حکومت دې د موخې د پرمختګ لپاره مرسته ورسره وکړي چې دا ډول ځوانان هم په دوديزو او کلتوري لوبو کې برخه واخلي. ويډيو رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ناسا غواړي چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د استولو د ماموریت قراراداد بیا داوطلبۍ ته وسپاري

ناسا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سپوږمۍ پرسطحه د امریکایي ستورمزلو د ښکته کیدو د ماموریت قرارداد نورو داوطلبانو ته پرانیزي ځکه چې د دغه ماموریت د ترسره کولو لپاره د ایلون ماسک سپیس ایکس شرکت د سټارشیپ پروګرام له ځنډ سره مخ شوی دی. دا اقدام د جیف بیزوس د بلو اوریجن په څیر سیالانو ته لاره هواروي چې په نیمه پیړۍ کې پر سپوږمۍ د لومړي ستورمزلو د ښکته کولو لپاره مهم ماموریت ترلاسه کړي. د متحده ایالاتو د فضايي ادارې سرپرست مشر شان ډافي، چې د متحده ایالاتو د ترانسپورت د وزیر په توګه هم دنده ترسره کوي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش یو مجرم افغان کابل ته واستاوه

اتریش نن (سې شنبه) د ترکیې له لارې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته واستاوه. دا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لومړنی افغان دی چې اتریش یې بیرته افغانستان ته لېږي. دغه افغان، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، په داسي حال کې چې د اتریش پولیسو بدرګه کاوه، په یوه الوتکه کې، استانبول او له هغه ځایه کابل ته واستول شو. هغه پخوا د جنسي تېري په جرم محکوم شوی و او په اتریش کې یې د بند څلور کاله سزا هم تېرې کړې ده. د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر وویل چې افغانستان ته به نور کسان هم، چې جرمونه یې کړي دي، واستول شي.

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد یوې محکمې د منظوراحمد پښتین د نیولو امر کړی

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې (اي ټي سي) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) د مشر منظور احمد پښتین د نیولو امر کړی دی. د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي تنوير عباس سپرا دا امر له دې کبله کړی چې د ده په وینا منظور پښتين محکمې ته له حاضرېدو ډډه کړئ ده. د منظور پښتين د نيولو د امر په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړي او حقوقپوه عطاءالله جان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې دا امر نن (۲۱ اکتوبر ) نه دی شوی بلکې څو ورځې پخوانی دی. د عطاالله جان په باور د محکمې امر جدي مسله نه ده او دا په پاکستان کې د محکمو له لوري عادي چاره ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې وايي کار ته نه پرېښودل کېږي او محدودیت ورباندې لګېدلی

د ملګرو ملتونو او بېلابېلو بشري نړیوالو ادارو یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې وایي چې، په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا د کاري محدودیتونو د شدیدېدو له امله ځینې له دندو لرې شوي او ځینې یې کاري سیمو ته نه پرېښودل کېږي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې دا وویل چې، له دې امله اړمنو افغانانو ته د مرستې رسولو بهیر هم ستونزو سره مخ شوی، ځکه دا ادارې خپل کاري پلانونه سم نه شي تطبیقولای او دا لامل شوی چې نړیوال ډونران بودجه ورنه کړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو کتنه ښايي وځنډېږي

د امريکا او روسيې د ولسمشرانو، ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین، تر منځ اعلان شوې لیدنه ښايي وځنډېږي، ځکه چې د دواړو هېوادونو د جګپوړو دیپلوماتانو لومړنۍ خبرې اترې ځنډول شوې دي. د CNN د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف ترمنځ خبرې د سې‌شنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۱مه نېټه، وځنډېدې. په ځواب کې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير وويل چې د ټرمپ او پوتين ترمنځ د داسې لیدنې حتی پلان هم نه و ، جوړ شوی. د دې ناستې د ترسره کېدو موضوع د دواړو مشرانو ترمنځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي بندي شو

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د سې‌شنبې په ورځ د پنځه کاله قید لپاره په پاریس کې زندان ته داخل شو. سرکوزي، چې ۷۰ کلن دی، د جنایي سازمان په جوړولو کې د ونډې اخیستو په تور مجرم وپېژندل شو. دا تور د هغه د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین د تمویل له امله دی، چې ګواکي د ليبيا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي له خوا تمویل شوی و. سرکوزي پر خپلې بې‌ګناهۍ ټينګار ورکړ او په يو بیان کې یې، چې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې خپور شو، وليکل: «زه بې‌ګناه يم، او د دې قضایي رسوايۍ د افشا کولو هڅې ته به دوام ورکړم.» هغه... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

خواجه اصف وايي، هغه څه چې یې له طالبانو سره لاسلیک کړي، پټ ساتي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې په دوحه کې د طالبانو له حکومت سره د اوربند د موافقې جزییات پټ دي. خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې درې ورځې وروسته وویل، لاسلیک شوې موافقه له هغه څه سره توپیر لري چې په اعلامیه کې راغلي او دی یې نه افشا کوي. ده په عین حال کې پرون (دوشنبې) له رویټرز سره په خبرو کې بیا ویلي چې د طالبانو حکومت درو مهمو شرطونو ته غاړه ایښې ده. خواجه اصف د وسله والو ډلو د ملاتړ پای ته رسول، د دیورند کرښې په اوږدو کې د اوربند رعایتول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پلاوی د امنیت او سوداګرۍ په اړه د خبرو لپاره کابل ته ځي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د اسلام‌اباد يو جګپوړی پلاوی نن (سې شنبې) کابل ته ځي، چې د امنیت، سوداګرۍ او له طالبانو سره د تازه اوربند د هوکړې په اړه خبرې وکړي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې پاکستانی پلاوی د اوربند د عملي کېدو څرنګوالي، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه، او د "يو سندي نظام" (One Document Regime) موضوع هم وڅېړي — هغه ميکانيزم چې هدف یې د تورخم او سپین بولدک په شمول د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ په لارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي. تراوسه څرګنده نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کورمې ولس د پوځي عملياتو خلاف په پېښور کې پرلت وهلی دی

د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ کورمې ولس په عليشيرزو او مسوزو کې د پوځي عملياتو پر ضد د پېښور د خبريالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت پيل کړی دی. پرلتوال وايي چې د سيمې خلک د پوځي عملياتو له وېرې پر کډه کولو کولو مجبوره شوي دي. هغوی وايي، په سيمه کې دايمي امن غواړې او د بې کوره شويو خلکو لپاره د اسانتياوو غوښتنه کوي. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدا په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لا زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي. خو له دې سره سره، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړو خلکو له يوې کوچنۍ برخې سره د مرستې توان لري. دې ادارې، په یوه پیغام کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رسېدو وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عاجل اقدام وکړي. تر دې وړاندې، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه

د پاکستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) يوه نوې پېښه ثبت شوې ده. وزارت پرون (دوشنبې) وویل، دا ماشوم ۱۲ مياشتنی دی او د خيبر پښتونخوا اوسېدونکی دی. د دې تازه پېښې له ثبتېدو سره، يوازې په خيبر پښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی، او په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په ټوله پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي. د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو يوه ويروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ويروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د عصبي سيستم پر فعاليت اغېز کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: که حماس پر اوربند عمل ونه کړي، محوه به شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه / د ميزان ۲۸مه) وويل، چې ده حماس سختدریځې ډلې ته يو فرصت ورکړی څو له اسراییل سره د اوربند له موافقې سره سم عمل وکړي، خو دا یې هم په کلکه ټينګار وکړ چې که دا ډله په عمل کې ځنډ وکړي، نو «ريښه به يې له منځه يووړل شي». ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانېزي سره له کتنې ورروسته خبريالانو ته وکړې او ویې ویل: «حماس ډېر ظالمانه چلند کړی، خو په حقیقت کې نور د ايران او د بل هیچا ملاتړ نه لري. هغوی بايد ښه چلند وکړي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: که حماس له اسراییل سره د اوربند له فرصته ګټه وانخلي، له منځه به یوړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، هغه به د حماس ډلې ته د اسراییلو سره د اوربند د تړون د پلي کولو فرصت ورکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که چیرې دا ډله په دې کار کې ځنډ وکړي، نو "له منځه به یوړل شي". متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د آسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیز کوربه توب پرمهال خبریالانو ته وویل"حماس ډیر تاوتریخوالی کړی، خو نور یې د ایران لخوا ملاتړ نه کیږي. په حقیقت کې، نور هیڅوک د دوی ملاتړ نه کوي. دوی باید ښه چلند وکړي، او که یې ونه کړي، نو دوی به له منځه یوړل شي". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خواجه اصف: د افغانستان او پاکستان د اوربند هوکړه د طالبانو پر ژمنو مشروطه ده

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې درې ورځې وروسته پاکستاني لوری وایي، د هوکړې عملي کول د طالبانو په ژمنو پورې تړلي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، د اوربند هوکړه په دې پورې تړلې چې د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي وړتیا لري او که نه؟

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستولو په تړاو تماسونه نیول شوي

اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د هغو پناغوښتونکو د اخراج په اړه تخنیکي تماسونه نیولي چې د کډوالۍ کیسونه یې رد شوي دي. د دغې ټولنې د اجرایوي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو او د افغانستان د واکمنانو ترمنځ دې برخه کې همغږي رامنځته کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تازه د بلجیم په نوښت د اروپایي ټولنې شلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید د هغو افغان پناغوښتونکو داوطلبانه او اجباري ستنولو ته اقدام وشي چې د پنا غوښتنې یې رد شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي چارواکو د اوکراین د سولې په بهیر کې د روسیې په ښه نیت شک څرګند کړی

اروپایي چارواکو او د اوکراین ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی. دوی پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په دې اړه داسې مهال جرګه شول چې د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشره غوښتي چې روسیې ته د سولې په بدل کې دونتڅک سیمه وسپاري. فایننشل ټایمز ادعا کړې چې ټرمپ تیره جمعه په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال له هغه دغه غوښتنه کړې ده، خو خپله ټرمپ پرون خبریالانو ویلي، داسې کومه مسله د ده او زلنسکي ترمنځ نه ده مطرح شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو.ایف.پي: افغانستان کې لوږه په پراخېدو ده

د خوړو نړیوال پروګرام WFP  خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لوږه مخ په پراخېدو ده. دغه پروګرام د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي په دې هیواد کې د خوارځواکۍ کچه هم مخ په زیاتېدو ده.

Mashaalradio.com 

غلو په ۷ دقیقو کې د نړۍ له مشهوره موزيمه قیمتي تاریخي اثار غلا کړي

د فرانس په مرکز پيرس کې د نړۍ د تر ټولو لوی موزیم څخه د ميليونونو امريکايي ډالرو نادره تاريخي اثار غلا شوي دي. لوور ميوزيم ته هرکال ميليونونه سیلانيان ورځي خو تر غلا روسته د اکتوبر پر ۲۰مه دا موزيم بند وو. له موزيمه غلا څنګه شوې؟ داود خټک او احمد ميلاد نسيمي د فرانس پریس خبري اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus