د نن ورځې لنډ او مهم خبرونه
احمد تکل په دې خبري ټولګه کې د نن ورځې مهمو خبرونو ته لنډه کتنه کړې
احمد تکل په دې خبري ټولګه کې د نن ورځې مهمو خبرونو ته لنډه کتنه کړې
جرمني او پاکستان په دې اړه پرون جمعه خبرې پیل کړي دي. یو شمېر هغه افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري او افغانستان ته ډیپورټ شوي او یا هم په پاکستان کې دي هغه هیواد ته د لېږد تمه لري او وايي هیله ده دغه خبرې مثبتې پایلې ولري.
په داسې حال کې چې روان کال له ایران او پاکستانه په لکونو شمېر کې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، ډېری یې هڅه کوي په سرښار کابل کې د کرایې کورونه ونیسي. دوی وايي د کورونو کرایې زیاتې او د دوی له وس نه بهر دي. د کورونو د راکړې ورکړې مسوولین وايي، په زیات شمېر کې د کډوالو کابل ته ستنېدو د کورونو کمبوت او د کرایو لوړوالی رامنځ ته کړی دی. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.
کابل ته د امریکا د متحد ایالتونو د تللي پلاوي مشري د زندانیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی اډم بولر کوي. له ښاغلي بولر سره په دې پلاوي کې د یوشمیر نورو امریکایانو ترڅنګ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم شته.
یو لوړپوړی امریکایي پلاوی کابل ته تللی او له طالب چارواکو سره یې د بندیانو پر تبادې خبرې کړې دي.
په اګست میاشت کې خیبر پښتونخوا صوبه سختو ورښتونو او سېلابونو وځپله. د بونېر ضلع هم د خلکو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو شاهده وه. همدارنګه د پیربابا بازار له یونیم زر دوکانونو څخه یې تر نیمايي زیات سېلابونو وځپل. که څه هم حکومت د هر ړنګ شوي دوکان مالک ته د پینځو لکو روپو ورکولو ژمنه کړې او ځینو ته دا مرستې ور رسېدلې هم دي خو دوکانداران وايي تاوان یې تر دې څو چنده زیات شوی دی. په ورته وخت کې ځیني خیریه ادارې او سیاسي ګوندونه هم له دوکاندارانو او کاروباریانو سره د هغوی د روزګار په بیا بحالولو کې مرسته کوي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (د جنسیت خبرداری) په نوم په یو راپور کې چې پرون د سپټمبر په ۱۲ یې خپور کړی ویلي چې په زلزله کې د ټولو مړو شویو کسانو په منځ کې ۵۲ سلنه یې میرمنې وې.
د مهاجرت نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې د شپاړس اعشاریه اته میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلیو د استوګنې غم وخوري. ( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ له رسنیو سره شریک شو ویلي دي چې په دې پیسو به دوی په کونړ کې یولک او څلور دیرش زره کسانو ته اضطراري سرپناه او روغتیایي خدمات چمتو کړي. د مهاجرت د نړیوال سازمان مرستیال اوګوچي دانیلز ویلي دي چې د زلزلې له امله ګڼو کورنیو د افغانستان په ختیځ کې هرڅه له لاسه ورکړې دي او په ډاګونو کې له سرپناه پرته ویدیږي. Читать дальше...
د غلام خان بندر لاره چې نژدې یوه نیم میاشت د پاکستان له لورې بنده شوې وه، پرون د بار وړونکو موټر پرمخ پرانیستل شوه. په خوست کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ د دې لارې د بیا پرانیستو خبر ورکړ، خو په دې برخه کې یې نور جزییات نه دې ورکړي چې ولې پاکستان دا لاره بنده کړې وه او څرنګه بیرته پرانیستل شوه. د غلام خان بندر له بندیدو سره د راپورونو له مخې په تیرو شپږو اونیو کې په خوست او پکتیکا کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي او د دې لارې له بندیدو سره د سوداګرو په وینا د تورخم پر لاره بیروبار زیات شوی... Читать дальше...
د پښتو ژبې په څېړنکارانو کې دوست محمد خان کامل مومند ته په ډېرو حوالو اوليت ورکول کيږي. هغه د پښتو په کلاسيکو شاعرانو خوشحال خان خټک، رحمان بابا او سکندر خان خټک د څېړنې بنسټ اېښې دی. نوموړي د خوشحال خان خټک په اړه د بهرنيو ليکوالانو (مستشرقینو) په څېړنو کې د غلطیو د رابرڅېره کولو لپاره په انګرېزۍ ژبه یو ګټور کتاب لیکلی دی. دوست محمد خان کامل مومند څو لسیزې وړاندې د څېړنې هغه اصول په پام کې نیولي ول چې نن هم ډېری پښتانه لیکونکي ترې بې خبره دي. نوموړی د دې ترڅنګ چې يو محقق او نقاد وو، په پښتو، اردو او فارسي کې یې شاعري هم کړې ده. Читать дальше...
د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه وباسي. هغه وايي، پاکستان تل وايي چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې نه دي خو بیا کډوال له خپلې خاورې وباسي. هغه وايي، د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره یې اړیکې لا نورې خرابوي. بل پلو د پاکستان حکومت وايي چې له خپلې خاورې ټول هغه خلک وباسي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وي. پاکستان په اګست میاشت کې افغانانو ته پخپله خوښه د ستنېدو سپارښتنه کړې وه او دایې هم ویلي وو چې د روان کال د سېپټېمبر... Читать дальше...
د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې بنګلادېش او سريلنکا لوبه لري.د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۳مه یې پینځمه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي. تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۲مه پاکستان عمان ته په ۹۳ منډو ماتې ورکړه. پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۶۰ منډې جوړې کړې. Читать дальше...
کنډ یا چیړ به تاسو لیدلي وي چې د ځینو ونو په تنو د ژاولو په شان سریښ وي. د عربي هیواد عمان د ظفار دوکه دره یوه داسې سیمه ده چېرته چې د چیړو ۵،۰۰۰ ونې ولاړې دي. هغه سیمه د یونیسکو د میراثونو په لیسټ کې شامله ده. له یادو ونو لاس ته راغلي مواد په تېلو، خوشبویۍ، عطرو او درملو کې استعمالېږي او د هغې سیمې د خلکو لپاره د ګټې وټې یوه اهمه زریعه هم ده. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.
په کونړ ولایت کې د مرګوني زلزلې په سلګونه زره زیانمنو کسانو کې، هغه کډوال هم شامل دي چې له پاکستانه راستانه شوي دي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ژوند یې له صفر پیل کړی و، خو زلزلې یو ځل بې سرپناه کړل. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم په خپل تازه راپور کې ویلي چې دې زلزلې له پاکستان د وروستیو ډیریو ستنو شویو پر ژوند جدي اغېز کړی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي.
د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان ویلي د بیلاروس، روسیې او اوکراین د پولو په اوږدو کې د خپل ختیځ اړخ دفاع د نویو تجهیزاتو سره پیاوړې کوي. دغه سازمان وروسته له هغه د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کړ چې د پولنډ په خاورې باندې د روسیې ډرون بریدونه وشول. په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قوماندان جنرال الیکسیس ګرینکوویچ د جمعې په ورځ وویل چې نوي عملیات، "ختیځ ساتونکي" نومیږي. د هغه په خبره د فرانسې، ډنمارک، جرمني او بریتانیا څخه به تجهیزات د دوی موجوده هوایی او ځمکني دفاع ته اضافه شي. د... Читать дальше...
چارلي کرک یو محافظه کاره سیاسي فعال او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې ملاتړو وو چې د سپټمبر په ۱۱مه په یوتا کې په ډزو سره ووژل شو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل ډاډمن دی چې د چارلي کرک د قتل شکمن کس نیول شوی دی. «زه هیله من یم چې هغه ګناهکاره وپيژندل شي. او زه هیله لرم چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي. څه یې چې وکړل، چارلي کرک ډېر ښه کس وو. د داسې وړ نه وو» ټرمپ، چې د تاوتریخوالي په غندلو کې له ډیموکراټانو سره یوځای شوی، زیاته کړې چې چارلي کرک ته به د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال چې د امریکا تر ټولو لوړ ملکي مډال دی ورکړي. Читать дальше...
د شل اووریز کرکټ په یوه جالبه لوبه کې انګلستان د خپل تاریخ تر ټولو زیاتې ۳۰۴ منډې جوړې کړې. د انګلستان ټیم دا منډې د جنوبي افریقا په وړاندې وکړې. په وړاندې یې د جنوبي افریقا ټول ټیم په ۱۵۸ منډو اوټ شو. د انګلستان پياوړي پيلیز لوبغاړي فیل سلټ په ۶۰ توپونو ۱۴۱ منډې جوړې کړې چې پکې ۸ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې شاملې دي. ورسره د جاس بټلر ۸۳ چټکې منډې هم د یادولو دي چې یواځې ۳۰ باله یې وکارول او ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې یې هم ووهلې. په اسیا جام کې بیا پاکستان خپل سیال عمان د ۹۳ منډو په توپیر مات کړ. پاکستان ۱۶۰... Читать дальше...