Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2025

Новости за 21.05.2025

Pa.azadiradio.com 

د فرهنګي تنوع نړیواله ورځ او اهمیت یې

د بېلابیلو ژبو له ادبیاتو ژباړې او پرې څېړنې لوستونکو ته دا امکان برابروي چې یو د بل له فرهنګي ارزښتونو، نېږدې والي او توپیرونو، ژبنیو جوړوښتونو او لیکنیزو سبکونو خبر شی، او په ترڅ کې یې نېږدیوالی او متقابل درک رامنځته شي چې په ټوله کې د فرهنګي تنوع یا رنګارنګۍ له ترویج سره مرسته کوي. که څه هم په افغانستان کې څو لسیزو سیاستونو د خلکو تر منځ کرښې ایستلي او فرهنګي تنوع یې تر یو بریده اغیزمنه کړې خو یو شمیر فرهنګي بنسټونو، افغان لیکوالو او کره کتونکو هڅه کړې چې په ادبي حوزه کې د ژباړې او څېړنې په وسیله په دې برخه کې رغونکي ګامونه پورته کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: پر دې غور کوو چې طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژنو که نه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل چې متحده ایالات پر دې غور کوي چې ایا طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژني که نه. د ټینیسي جمهوري غوښتونکي استازي له ده پوښتنه وکړه چې ایا امریکا به طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه طبقه بندي کړي؟ روبیو وویل: "زه باور لرم چې طبقه بندي اوس یو وار بیا تر بیاکتنې لاندې ده." طالبان اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګریز سازمان (FTO) په توګه نه دي لیست شوي. د بهرني ترهګر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د پخواني ولسمشر سلاکار په هسپانیه کې په ډزو ووژل شو

د راپورونو له مخې، د اوکراین د پخواني روسي پلوه ولسمشر ویکتور یانوکوویچ سلاکار اندرې پورتنوف د می په ۲۱مه له مادریده دباندي وروسته له هغه ووژل شو چې خپل کوچنیان یې ښوونځي ته پریښودل. د هسپانیا د ملي پولیسو یوې سرچینې د ازادي راډيو اوکرایني څانګې ته تایید کړې چې دغه ۵۲ کلن کس چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د مرستیال مشر په توګه دنده ترسره کړې وه، په ډزو ووژل شو. د پولیسو ویاند ویلي: "رسمي سرچینې تاییدوي چې قرباني موټر ته د ختو په حال کې و. څو کسانو هغه پر شا او سر وویشت او له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندۍ لیکوالې د سږ کال د ادبیاتو بوکر جایزه وګټله

هندۍ لیکوالې بانو مشتاق د سې شنبې په ماښام (د می په ۲۰مه) د ۲۰۲۵ کال د ادبیاتو بوکر نړیواله جایزه وګټله چې د "زړه څراغ" په نوم د ۱۲ لنډو کیسو ټولګه ده. دا کیسې د سویلي هند په مسلمانو ټولنو کې د ښځو ورځني ژوند انځوروي. دا کتاب په کنډه ژبه لیکل شوی او دیپا بهاستهي اننګلیسي ته ژباړلی دی. د بوکر جایزې رسمي ویب پاڼې له مخې، په دې کتاب کې د مشتاق د تجربو پر بنسټ چې د یوې فعالې، خبریالې او حقوق پوهې په توګه یې مبارزه کړې ده، کیسې لیکل شوې دي. کلنۍ ادبي بوکر جایزه د نړۍ له هره ځای ژوندي لیکوالانو ته ورکول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: غزې ته د مرستو رسولو لپاره بیړنۍ اجازې ته اړتیا لرو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې خلکو ته تر اوسه پورې هیڅ مرسته نه ده رسیدلې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډبلیو ایف پي وايي، په غزه کې د خوړو ویشلو لپاره بیړنۍ اجازې او غیر محدود لاسرسي ته اړتیا لري. WFP زیاته کړې چې خلک وږي دي او دا وضعیت یې "وحشتناکه" بللی دی. دې ادارې زیاته کړې چې پر بشري مرستو تر ۸۰ ورځو بشپړ بندیز سره، په فلسطین کې کورنۍ په زوره د لوږې لور ته ورپوري وهل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

وروسته له هغه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر خپور شو، د چهارشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې. امریکايي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي. د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، دې خبر د تېلو رسولو او د سیمه ییزو شخړو د شدت په اړه اندیښنې راپورته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د نړیوالو تېلو بیې ناببره لوړې کړې، د رویټرز د راپور له مخې د نیویارک د خامو تېلو بیه تر ۳ فیصده زیاته لوړه شوه. ایران د تېلو صادرونکو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د پترولیم او ګازو په برخه کې له افغانستان سره صادراتو زیاتولو ته چمتو دی

د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې. د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت Pete Hegseth له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی. په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیګسیت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن ادارې پرېکړه "ویجاړونکې او شرمونکې" بللې ده. ده دا پرېکړه د کابل نړیوال هوایی ډګر د ابی ګیټ په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي وګړو د مړینې لامل وبلله. هیګسیت زیاته کړې چې د عامه چارو لپاره د دفاع وزیر مرستیال او لوړ پوړي سلاکار شان پارنیل ته يې لارښوونه کړې چې له افغانستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې ځانمرګي بريد کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

چارواکي وايي د مې پر ۲۱مه د بلوچستان په خضدار کې په ځانمرګې بريد کې د مکتب د درو ماشومانو په ګډون پينځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي دي. د بريد مسولیت لا چا نه ده منلې خو د پاکستان پوځ هند د بريد په پلانولو تورن کړی دی.

Mashaalradio.com 

خضدار کې ځانمرګي بريد کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

چارواکي وايي د مې پر ۲۱مه د بلوچستان په خضدار کې په ځانمرګې بريد کې د سکول د در و ماشومانو په ګډون پينځه کسان وژل شوي دي. بلخوا په هغه بريد کې ۳۸ کسان ژوبل شوي هم دي. د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د پاکستان پوځ هند د بريد په پلانولو تورن کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.




Pa.azadiradio.com 

ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي. چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي رسنۍ: اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید چمتووالی نیسي

سي این این د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نوي معلومات ښيي، اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي. خو لا هم روښانه نه ده چې وروستۍ پریکړه شوې ده که نه. په دې راپور کې چې د سې شنبې په ماښام خپور شو، زیاته شوې چې امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښیې تل ابیب د پوځي چمتووالي اقدامات تعقیبوي، حتی پداسې حال کې چې د ټرمپ اداره له تهران سره د ډیپلوماتیک تړون په لټه کې ده. امریکايي او اسراییلي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په بلوچستان کې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي بس ته څېرمه په چاودنه کې د درو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپیان دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه نن د خضدار په سیمه کې رخشان هوټل ته نژدې وشوه. تر اوسه پورې هيڅ کس یا ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی؛ خو په تیرو وختونو کې، بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته منتظر افغان کډوال د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی کوي

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې متحده ایالاتو د لېږد کیسونه لري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له تازه څرګندونو د هرکلي په ترڅ کې، وايي دا مهال په یاد هیواد کې له جدي ستونزو او ناڅرګند حالت سره مخ دي.

Mashaalradio.com 

عوامي نيشنل ګوند په سوات کې ټولګونديزه غونډه وربللې

د سوات ولسي مشرانو او د بېلابېلو ګوندونو سياسي مخکښانو په ملاکنډ ډوېژن کې د نويو ټیکسونو د ممکنه نفاذ د مخنیوي او په سیمه کې د امنیت ښه کولو لپاره ټولګوندیزه غونډه کړې ده. د عوامي نيشنل ګوند په کوربه توب هغه غونډه د مې پر ۲۰مه په سوات کې جوړه شوې وه، خو صوبايي واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ګډون نه وو پکې کړی. د غونډې ګډونوالو د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا په ملاکنډ کې د نويو ټیکسونو د ممکنه نفاذ مخالفت وکړ او بلخوا يې په سيمه کې د بدامنۍ پر پېښو اندېښنه وښوده. د پاکستان مرکزي او د خيبر پښتونخوا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خيبر ولس وايي د نجونو په سکولونو کې ښوونکي نه لري

د خيبر پښتونخوا د خيبر ځايي ولس وايي چې په هغه ضلع کې د نجونو لسګونه ښوونځي د ښوونکو او عملې د نه شتوالي له امله تړل شوي دي. د سکولونو زده کوونکې او ځايي وګړي وايي، که هغو ښوونځيو ته پر وخت عمله ور نه کړل شوه، نو د سيمې نجونې به له زدکړو محرومه شي. د خیبر ضلعې د تعليم ادارې چارواکي دا مني چې هلته د ښوونکو کمی دی، خو زياته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو  له تعليمي ادارې یونیسېف سره په تماس کې دي او  هيله يې څرګنده کړې ده چې د هغوی په مرسته به يو ځل بيا ښځينه ښوونکي وګوماري او ښوونځي به فعال شي.

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان ولایت په یوه کان کې په چاودنه کې ۷ کسان مړه شوي دي

په سمنګان ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی وايي چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د سمنګان ولایت د طالبانو د والي ویاند حشمت الله رحماني نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا پیښه تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ د "ګولا" کلي په کان کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د قربانیانو مړي د ماین له تونل څخه ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي. رحماني د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل. په تیرو وختونو کې ورته پیښو په سمنګان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو ژوند اخیستی و. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خضدار کې د ښوونځي پر بس بمي چاودنې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سيمه کې د يو ښوونځي پر بس بمي چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) رسنيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې نن (د مې پر ۲۱مه) سهار په شوې هغه چاودنه کې د درو ماشومانو په ګډون پينځه کسان وژل شوي او يوشمېر نور ژوبل شوي دي. بلخوا د خضدار انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ياسر اقبال دشتي اردو نيوز ته ويلي دي چې چاودنه د خضدار په زیرو پواینټ سیمه کې رخشان هوټل ته نېزدې هغه مهال وشوه کله چې د ښوونځي د ماشومانو بس له هغه ځای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران اتومي پروګرام باید له یورانیمو د غني کولو پرته وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړه چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه توافق وشي، ځکه د ده په وینا، بل انتخاب به «بدتره» وي. روبیو د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، له ایران سره داسې یوه موافقه وکړي چې له مخې یې تهران ته اجازه ورکړل شي چې د سوله‌ییز اټومي پروګرام لرونکی وي، خو د یورانیمو غني کولو اجازه ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سې‌شنبې په ورځ وویل، فکر نه کوي له امریکا سره خبرې کومې پایلې ته ورسېږي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus