Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Март
2025

Новости за 21.03.2025

Pa.azadiradio.com 

له دوه کلنې جګړې وروسته د سوډان پوځ پلازمینه خرطوم ونیوه

د سوډان پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته یې په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کنټرول بیرته ترلاسه کړی دی. دا ماڼۍ د سودان په پلازمېنه کې د سیالو ملېشه ځواکونو وروستی کلک سنګرګڼل کېده. په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیول د سودان د پوځ لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو یا RSF ملیشو په وړاندې یوه لویه سمبولیکه بریا ګڼل کیږي. د اسوشیټیډ پریس په وینا، دا پیښه ښایي د جګړې د پای ته رسیدو په معنی نه وي، ځکه د RSF ځواکونه لاهم د لویدیځ دارفور پرسیمې او د سوډان پر نورو برخو کنټرول لري.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراخیدل، شویګو له کیم جونګ اون سره کتلي دي

د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ولیدل. د دواړو هېوادونو د رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو شمالي کوریا ته وروسته له هغه لاړ چې په دې وروستیو کې د د دې هیواد لخوا روسیې ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه راپورونه خپاره شول. د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره روسیې ته لیږل شوي دي. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې سرګي شویګو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام کیم جونګ اون ته ورساوه. په پیغام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لندن د هېترو په هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې لغوه شوي

د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د اورلګېدنې له امله په سلګونه زره مسافر د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شول. دا پېښه د اروپا په تر ټولو بوخت مسافرتي مرکز کې د برېښنا د قطع کېدو له امله رامینځته شوې چې چارواکي یې تړلو ته اړ کړل. د الوتنو د څارنې د خدماتو، فلایټ رادار ۲۴ په وینا، د هیترو هوایی ډګر ته او له دې ډګر څخه لږ تر لږه ۱۳۵۰ الوتنې اغیزمنې شوې دي. د امریکا له ښارونو څخه هم څو الوتنې لغوه شوې دي. پولیسو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د ورانکارۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې، خو د ترهګرۍ ضد چارواکي د پېښې لاملونه څیړي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل اوسیدنکي: هر نوي کال کې نیالګي کېنو خو د نه پاملرنې له کبله بیرته وچیږي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ویلي، سږ لمریز کال لپاره د میلیونونه نیالګيو کینولو پلان لري، د پلازمینې کابل او بیلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، ډیری پخواني کینول شوي نیالګي ورته د نه پاملرنې له امله وچ شوي دي. د کابل اوسېدونکي احمد الله ازادي راډیو ته وویل، " هر کال دولت د نیالګیو کینولو کمپاین پیلوي، خلک په دې کمپاین کې ګډون کوي، نیالګي کینوي خو دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي، اوبه نه ورکوي چې دا بیا وچېږي." د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی عبدالحمید هم ورته شکایت لري، " که وګورو هر کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سبا د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ پیلږي، ۷ افغان لوبغالي په کې ګډون لري

د هند د کرکټ د غوره لیګ( اي پي ایل) سیالۍ سبا پيلیږي. دا د دې لوبو اتلسم لیګ دی چې لس لوبډلې پکې سیالۍ سره کوي. سبا به د تیر کال اتله لوبډله کلکته نایټ رایډرز له رایل چلینجرز بنګلور سره مسابقه وکړي. د ( ای پي ایل) په دې ټورنمنټ کې د افغانستان په شمول د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړي لوبیږي. سږکال د افغانستان اووه لوبغاړي د ( ای پي ایل) لوبډلو اخیستې دي، راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمت الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر. د ( ای پي ایل) د سږکال د برانډ ارزښت دولس میلیارډه ډالر اټکل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو له خلکو د نوي کال د لمانځلو خوشالي اخیستې ده

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو له لورې په نوروز او له شپږم ټولګي ور پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په یوه بیان کې ویلي، افغانستان ته نوی کال له خوښیو پرته په غم رارسیدلی دی. په دې بیان کې راغلې، لکه څرنګه چې طالبانو ښځې او ازادۍ زنداني کړې دي، نوروز یې هم بند کړی دی. د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالو غوښتې دي چې د ښځو د حقونو د ځپلو په تړاو غلي پاتې نه شي. نن په افغانستان کې د نوروز لومړۍ ورځ ده.

Mashaalradio.com 

ټرمپ وايي ډېر ژر به له اوکراین سره د معدنياتو او طبیعي زېرمو تړون لاسلیک کړي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې هېواد به يې ډېر ژر به له اوکراین سره د معدنياتو او طبیعي زېرمو تړون لاسلیک کړي ځکه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او اوکراین سره خبرې اترې روانې دي.نوموړي د مارچ پر ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په دې اونۍ کې د جګړې د ښکېلو هېوادونو له مشرانو سره تر خبرو وروسته د اوکراين لپاره د سولې تړون ترلاسه کولو لپاره د هغه هڅې "ډیرې ښې" روانې دي. ټرمپ وویل "موږ د اوکراین او روسیې په اړه ډېر ښه کار کوو. او یو له هغو کارونو څخه چې موږ یې کوو هغه دا دی چې... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

ایا د پاکستان پوځ بیا د عملياتو تیاری کوي؟ بریالي به شي؟

په جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ د پېښو شمېرې ساتونکې اداره (ساوت ايشيا ټېررزم پورټل) وايي په روان کال کې تر اوسه په پاکستان کې ۲۷۷ امنيتي سرتېري او ۱۲۰ ولسي وګړي وژل شوي چې اکثريت يې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دي. په همدې حال کې د پاکستان پوځ ويلي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره به نوې او سخته ستراتيژي کاروي. خو ځيني سیاستوال وايي تر څو چې د ښو او بدو وسلوالو ترمينځ توپيري تګلاره نه وي بدله شوې، ترهګري به روانه وه. نور حال په ويډيويي راپور کې.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې افغان کډوال وايي د ستنېدو پرېکړې د نوروز په خوشحالۍ پوه نه کړل

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مېشت يوشمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت لخوا د افغان کډوالو د ستنېدو پرېکړې يې پر ژوند بد اغېز کړی او سږ کال يې د نوروز خوشحالي هم نه ده لمانځلې. هغوی وايي د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې سخت اندېښمن کړي چې د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې ڼېټې دې له پاکستان په خپله خوښه ووځي ګنې وروسته به په زور افغانستان ته ستانه کړل شي. نور حال ويډيو رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

خلیلزاد: د طالبانو حکومت یو امریکايي وګړی تر ۲ کلن بند وروسته ازاد کړی دی

زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه د یرغملیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر د ځانګړي استازي ایډم بویلر په ګډون له یو پلاوي سره یوځای په نااعلان شوي سفر کابل ته ورغی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus