Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2025

Новости за 06.02.2025

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته د افغان سفارت سپارل په څه مانا دي او ایا فعالیتونه به يې دوام وکړي؟

د ترکیې په پلازمینه انقره کې افغان سفارت د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۸مه رسما د خپلو ډپیلوماټیکو فعالیتونو د پای رسیدو خبر ورکړی دی. دغې سفارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د ترکیې پر حکومت او په دې هېواد کې د افغان سفارت پر کارکوونکو د فشارونو په پایله کې کوربه هېواد پریکړه وکړه چې په دې سفارت کې د تیرجمهوریت د کارکوونکو ماموریت پای ته ورسوي. د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،"دا پریکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیون پر بنسټ شوې" او افغان سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

«واوره کې د آزادۍ احساس دی»؛ فرانسه کې افغان کډوال سنوربورډ لوبې ته ستانه شوي

مصور خانزی او نسیمه ځيرک هغه افغان ورزشکاران دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرېښود او فرانسې ته کډوال شول. دوی څه موده له ورزشه لرې وو، خو اوس یې بېرته د فرانسې سویل ته په واورو پوښلو لوړو څوکو کې، د سنوربورډ لوبې پيل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د زړه ناروغۍ په زیاتیدو دي

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.

Mashaalradio.com 

ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم دی. نوموړی له څه مودې راهيسې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي او له هم هغه ځايه سندرې خپروي. ګلزار عالم وايي، ۴۰ کاله يې سندرې وويلې او تر خپله وسه يې هڅه کړې ده چې پښتانه جمهوري او وطني فکر کولو ته اړ کړي. نوموړی زياتوي، له رياستي پاملرنې پرته هنر وده نه شي کولی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيویي مجله: د ملي ارشیف ودانۍ رغیږي

د افغانستان د ملي ارشیف یوشمیر نسخې په بد حالت کې دي. د حقوقو د پوهنځي له نثر څخه ولې یوشمیر محصلین شکایت کوي، موضوع مو له پوهاند ستانکزي سره شریکه کړې. شعر لرو او د انځورګر محمد الله مسعود تجربې درسره شریکوو

Mashaalradio.com 

شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم) د اسماعیلي شیعه ګانو ۵۰م امام ټاکل شوی دی

شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم) د اسماعیلي شیعه مسلمانانو ۵۰م امام ټاکل شوی دی.  د اسماعیلیه فرقې پر ووبپاڼه راغلي دي چې د فبرورۍ پر پینځمه د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې په یوه دیني غونډه کې د مړه شوي شهزاده کریم الحسیني اغا خان (څلورم) وصیت واورول شو چې پکې هغه رحیم الحسیني نوی امام ټاکلی دی.  په غونډه کې د نوي امام کورنۍ او د اسماعیلیانو لوړپوړو مشرانو ګډون وکړ.  شهزاده رحیم په ۱۹۷۱ز کال کې زېږېدلی چې د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور وو، مشر زوی دی او د اغا خان پرمختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې یې مهمې دندې ترسره کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ثنا خان؛ د پېښور لومړنۍ ښځينه ټکسي چلونکې

ثنا خان د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ټکسي چلوي. هغه وايي پخوا به کار او پوهنتون ته په ټکسي تلله، بیا یې پخپله ټکسي چلول پیل کړل او اوس ترې د کورنۍ ساتلو لپاره عاید پيدا کوي.

Mashaalradio.com 

زرداري وايي پر چینايي وګړو د سختدریځو ډلو بریدونه د اسلام اباد او بیجنګ ملګرتیا نه شي ړنګولای

زرداري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې په دوو حملو کې اووه چینایان ووژل شول. تر هغې وروسته وروسته بیجنګ په پاکستان کې د خپلو خلکو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له اسلام اباده یې په بریدونو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنه وکړه.

Mashaalradio.com 

شېرپاو: د هدفي عملياتو ترڅنګ دې له وسلوالو سره مذاکرات هم وشي

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په پاکستان کې دې د وسلوالو پر ضد د هدفي عملياتو ترڅنګ له هغوی سره مذاکرات هم پرمخ يوړل شي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ روان حالت د اندېښنې وړ دی. هغه وویل، د پاکستان او افغانستان اړیکې هغه وخت ښه کېدای شي چې د پاکستان ولسي حکومت خپلې چارې د پوځ پر ځای خپله پرمخ يوسي. شېرپاو زیاته کړه چې وفاقي حکومت بايد له بلوڅو فعالانو سره کښېني او د مذاکراتو له لارې د جبري بې درکه کسانو د... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د مراکش ښځو د نکریزو لرغونی دود ژوندی ساتلی

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي چارو ادارې (یونېسکو) د نکریزو دود په ۱۶ عربي هېوادونو کې د کلتوري میراث په توګه پېژندلی دی. په مراکش (المغرب) کې ښځو دا دود له پخوا راهیسې ژوندی ساتلی دی. هلته ښځې د حامله کېدو په ګډون په بېلابېلو خوشالیو کې په لاسونو او پښو نکریزې پورې کوي. په هغه هېواد کې ډېری ښځې د نکریزو ښایسته نقاشي هم کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني د اسماعلیه فرقې مشر ونومول شو

پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۱۶مه) د اسماعیلیه فرقې د پنځوسم مشر په توګه ونومول شو. د اغا خان د پراختیايي شبکې له لوري په یوه بیان کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، راغلي چې شهزاده رحیم د خپل پلار د وصیت له مخې د دې مذهبي فرقې نوی مشر نومول شوی دی. ویل شوي چې شهزاده رحیم د ۱۹۷۱ کال زېږېدلی، د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور و، مشر زوی دی او د آغا خان د پراختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې مهم رول لري. پنځم اغا خان، شهزاده رحیم الحسیني په داسې حال کې د اسماعیلیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کوي

د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ، تایید کړه چې هغه به راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ټرمپ د هدف په اړه خبرې وکړي. کیلاګ ویلي د سې شنبې په ورځ یې هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې به د اوکراین د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د ټرمپ هدف تشریح کړي. ده دا هم ویلي چې د امریکا له هغو متحدانو سره د لیدنې نیت هم لري چې له دوی سره د کار کولو لپاره چمتو دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ وايي، د ایران په اړه ده ته په منسوب شویو خبرو کې مبالغه شوې

د امریکا ولسمشر په یوه تازه بیان کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه ویلي، په هغو راپورونو کې، چې ګواکې امریکا له اسراییل سره په ګډه غواړي ایران "د ایرو په ډېران" بدل کړي، ډېره مبالغه شوې ده. ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) په خپله خواله رسنۍ ټروت کې لیکلي چې امریکا غواړي له تهران سره داسې یوه اتومي موافقه وکړي چې د تایید وړ وي او ایران ته اجازه ورکړي چې په سوله‌ییزه توګه پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اتومي وسله جوړه نه کړي او ویې ویل چې د یوې نوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا سږ کال له یو میلیون افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته وشي

د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، روان دوه زره پنځه ویشتم کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي. دې ادارې په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په افغانستان کې په سلو کې نهه اتیا کورنۍ غوره ګڼي چې نقدي مرسته ترلاسه کړي. بل لور ته د ملګرو ملتو د خوړو او کرهڼې سازمان (ایف اې او) پرون وویل چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري. د دې مرستو ژمنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له ازبکستان څخه د افغان ملي اردو ۷ څرخکې یووړې

د ازبکستان د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوې. د (کان اوز) په نوم انلاین رسنۍ پرون راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت دا هیلکوپتر خپل هیواد ته وړې دي. د راپور له مخې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبان کابل ته داخل شول د افغانستان د جمهوري نظام تر پنځه سوه ډیر غړي په هغو هیلکوپترو او الوتکو کې چې متحدو ایالتونو د افغانستان پوځ ته ورکړې وې، ازبکستان ته ولاړل. (کان اوز) رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس وایي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له سوریې د ځواکونو پر ایستلو غور کوي

واشنګتن له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي. د امریکا (این بي سي) خبرې چاینل په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په فول پرون راپور ورکړ. د راپور له مخې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دا ارزوي چې خپل ځواکونه د یوې میاشتې، دوو میاشتو یا هم دریو میاشتو په ترڅ کې له سوریې څخه وباسي. په سوریه کې شاوخوا دوه زره امریکایي پوځيان شته چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د مخنیوي لپاره هلته ځای پر ځای شوې دي. دغه امریکایي پوځیان د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو سیمو کې میشت دي چې د کردانو په لاس کې دي.

Pa.azadiradio.com 

زرداري وايي، ترهګري به د پاکستان او چین اړیکې ونه شلوي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره د پاکستان ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تیریږي خو دا ملګرتیا به د افراطي ډلو له لورې د چینایي اتباعو په وژلو ړنګه نه شي. اصف علي زرداري پرون په پیکینګ کې د چین له ولسمشر (شي جین پينګ) سره د لیدو پرمهال دا هم وویل، که په نړۍ کې هرڅومره ترهګري وي، ستونزې وي، د پاکستان خلک به د چین د ولس ملاتړي وي. په پاکستان کې په دوه زره څلرویشتم کال د دوو بریدونو په ترڅ کې اووه چینایان ووژل شول، تر دې حملو وروسته چین په پاکستان کې د خپلو خلکو امنیت ته اندیښنه څرګنده کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د کډوالو د نړیوالو ادارو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په زرګونو افغان کډوال چې متحده ایالاتو او نورو ځایونو ته د کډه کیدو په تمه دي، بیرته افغانستان ته استوي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus