په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي هېواد یې چمتو دی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په کابل کې د هستوګنې کورونه جوړ کړي. هغه دا خبره د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې ده. د طالبانو د حکومت د بیان په اساس ښاغلي شینګ ویلي د هغو کډوالو لپاره کورونه جوړوي چې له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي. هغه همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د سړو خونو او د روغتیا او کانونو په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده. د چین سفیر همداراز ویلي چې تېر یو کال یې افغانانو... Читать дальше...
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دا څو ورځې واورې اوریږي چې د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې یې تړلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ایران حکومت ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ سوه افغان ډاکتران د ایران په روغتونو کې په کار بوخت دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یاراحمدي په یوه بیان کې ویلي چې دا افغان روغتیاپالان د ایران د هستوګنې قانوني اسناد لري او له خدمتونو برخمن دي. هغه په عین حال کې ویلي چې په دغو قانوني او تحصیل کړیو افغانانو سربېره یوه لویه برخه افغانان په ناقانونه توګه هلته مېشت دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغه مقام په خبره دوی په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا دری میلیونه افغان کډوال له ایران... Читать дальше...
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې متحد ایان مسک او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ترمنځ لفظي شخړه اوج ته رسېدلې.
کابل ښاریان په ښکاره د نشه يي موادو خرڅېدلو، په تېره بیا نشه يي ګولیو په اړه شکایت کوي. کابل ښاریان وايي چې، په وروستیو میاشتو کې د نشه يي ګولیو پيدا کېدل اسانه شوي او بیه یې هم ټيټه ده، له همدې امله یې په ځوانانو کې استعمال ډېر شوی دی. په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي هم دا مني چې په دې ښار کې نشه يي مواد خرڅېږي او دوی په وروستي کال کې د نشه يي موادو درې زره خرڅوونکي نیولي دي. د پخوا برعکس اوس د کابل په هغو سيمو کې ډله ډله معتادان نه لیدل کېږي چې پخوا به لیدل کېدل، خو بې سرپناه... Читать дальше...
د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان پرون (یکشنبه) پاکستان ته لاړ. د پاکستان حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره د پنجاب په رحیم یار خان ښار کې لیدلي او په دوه اړخیزو مساییلو یې خبرې کړي دي. د بیان په اساس شیخ محمد بن زاید آل نهیان د کانونو په کیندلو او کرنې برخو کې له پاکستان سره د همکاریو ډاډ ورکړی. شهبازشریف هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د اماراتو د دولت له رییس سره یې په لیدنه کې د پاکستان... Читать дальше...
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له نشه يي موادو سره مبارزه کې بریالي وو او د کوکنارو له کښت سره یې د بزګرو تړاو یې راکم کړی دی.