د سالنګونو اصلي مسیر د سې شنبې په ورځ پرانیستل کېږي
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي: «لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. Читать дальше...