Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2024

Новости за 21.11.2024

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او چین ګډ نظامي تمرینات کوي

د پاکستان د پنجاب ایالت په پبي سیمه کې د نومبر پر ۲۰مه د پاکستان او چین د پوځیانو ګډ تمرینات پیل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دا تمرینونه به درې اونۍ دوام ولري او په کې د چین ۳۰۰ پوځیان ګډون کوي. دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز او اسوشېټېډ پرېس له ویډګانو دا راپور جوړ کړی دی.

Mashaalradio.com 

سېکانو په کرتارپور کې د خپل مذهبي پېشوا د زېږون د کليزې مراسم ولمانځل

د نومبر پر ۱۵مه د پاکستان د پنجاب صوبې په کرتار پور کلي کې د سېکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۵مه کلیزه ولمانځل شوه. هغو مراسمو ته د هند په ګډون د نړۍ له يوشمېر نورو هېوادونو هم سېک زيارت کوونکي ورغلي ول. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د تلوېزیون نړیواله ورځ او په افغانستان کې د تلوېزیوني چینلونو د برخلیک په اړه اندېښنې

نن پنجشنبه د نومبر ۲۱مه او د لیندۍ میاشتې لومړۍ نېټه د تلوېزیون نړیواله ورځ ده. په هرات ولايت کې یو سيمه‌ييز خبريال چې د امنيتي دلايلو له امله د خپل نوم له څرګندولو ډډه کوي، وايي چې پر رسنیو د بنديزونو دوام او پراخول ښايي د تصویري رسنيو د فعاليت مخه ونيسي. هغه وویل: "که دا لړۍ همدا ډول دوام ومومي، دا به خبریالانو او تصویري رسنیو لپاره لوی ګوزار وي. تاسو پوهېږئ چې خبري اژانسونه او تصویري رسنۍ تر ډېره پر تصویر او انځورونو ولاړې دي. که دا بهیر دوام ومومي او دا محدودیتونه زیات شي، له بده مرغه د خبري... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

طالبان له بازارونو او کتابتونونو "ناخوښه" کتابونه ټولوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بازارونو او کتابتونونو هغه کتابونه راټولوي چې د هغوی په فکر غیر اسلامي او د طالبانو د حکومت خلاف دي. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې شاوخوا ۴۰۰ داسې کتابونه یې موندلي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف دي. بلخوا د کتابونو دوکانداران وايي چې کله دوی له نورو هېوادونو کتابونه راوغواړي، نو لومړی یې د طالبانو چارواکي ګوري او بیا یې د پلور اجازه ورکوي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو د صدراعظم، پخواني دفاع وزیر او د حماس د یوه پوځي قوماندان د نیولو حکم صادر شو

د جرمونو نړیوالې محکمې یا آی‌سي‌سي نن د نومبر ۲۱مه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ. حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي. دا کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا په اسراییل د برید او وروسته د اسراییل د پوځي مداخلې په تړاو د بشریت پر ضد په جنایت او د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دي. دا حکم وروسته له هغې صادر شو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تلوېزیوني خپرونو لوړو ژورو ته کتنه

په افغانستان کې د لومړۍ ځل لپاره تلوېزیوني خپرونې څه باندې ۴۶ کاله مخکې د ثور د کودتا څخه څو میاشتې وروسته په رسمي توګه پیل شوې. خلکو کورونو کې تلوېزونونه نه درلودل، خو په افغانستان کې لومړنی تلوېزیون چې د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون په چوکاټ کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د زمري په ۲۸مه له اوږدې مودې امتحاني خپرونو وروسته رسمي خپرونې پیل کړې او رسمي پرانیسته یې د ثور له کودتا وروسته د رامنځته شوي کمونېست حکومت مشر نورمحمد ترکي وکړه. د ملي تلوېزیون د نشراتو پخواني رییس عبدالغني مدقق وايي، په افغانستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عزت ګل وايي د پښتو موسيقۍ د لویو استادانو صحبت يې نصيب شوی دی

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی عزت ګل دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې کلونه پخوا د ننګرهار له پچيره اګام ولسوالۍ څخه پېښور ته کډه شوې. د عزت ګل په خبره، هنري زده کړې يې هم په پېښور کې له بېلابېلو استادانو کړې دي او له تېرو شاوخوا ۲۸ کلونو راهيسې سندرې وايي. نوموړی زياتوي چې هنر يې ښه پر مخ روان دی او له خپل ژونده خوشاله دی. د عزت ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو سازمان: رسنۍ له پر له‌پسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي

د افغانستان د خبریالانو سازمان نن پنجشنبې د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که د افغانستان د رسنیو ملاتړ ونه شي، په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ راتلونکې له جدي خظر سره مخامخېږي. دې سازمان ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان تصویري رسنۍ له پر له‌پسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي. د افغانستان د خبریالانو د سازمان په وینا، د افغانستان ګڼ تلوېزیوني چاینلونه د خپل فعالیت بس کولو یا د خپلو خپرونو د محتوا بدلولو ته اړ ایستل شوې دي. د نومبر ۲۱مه په دې خاطر د تلوېزیون... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان او چين ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي

د پاکستان او چين پوځيانو د نومبر له ۲۰مې د پنجاب په پبي سيمه کې ګډ تمرينونه پيل کړي چې درې اونۍ به دوام ولري. د چين دفاع وزارت ويلي چې د هغو تمرينونو لپاره یې له ۳۰۰ زیات پوځيان پاکستان ته لېږدولي دي. بيان زياتوي چې چينايي او پاکستاني پوځيان به د ترهګرۍ ضد تمرينونو کې ګډون کوي. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډيوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د شپږم ټولګي زده‌کوونکې: له ازموینو وروسته زمونږ د ښوونځیو دروازې بندېږي

نن د لیندۍ یا قوس میاشتې لومړۍ نېټه د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګیو کلنۍ ازموینې پیل شوې. سکینه د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د یوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده او هیله لري چې په راتلونکې کې پیلوټه شي. نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه ناهیلي وښوده چې نه‌شي کولای راتلونکی کال زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغې وویل: "سږکال زموږ د ښوونځي وروستی کال دی، له اووم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌شو کولای، ډېرې ناهیلي یو راتلونکی نه‌لرو او ټولې هیلې مو له خاورو سره خاورې شوې."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پي‌آی‌سي‌ایس‌ایس: د روانې میاشتې لومړیو درېیو اوونیو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

په پاکستان کې د نومبر په لومړیو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنیتي ځواکونه په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي. په اسلام‌اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) په یوه راپور کې، چې نن پنجشنبې خپور شو، وویل، د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې تېره میاشت په همدې موده کې ۳۰ تنه وژل شوي وو. په تېرو ۲۰ ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو پر مهال ۶۳ شکمن وسله‌وال هم وژل شوي دي. د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټېټیوټ د معلوماتو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې او نجونې له پامه ونه غورځوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام یا "یواین ډي‌پي" استازي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان نجونې او مېرمنې باید له پامه ونه غورځوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفین رودریکس له افغان نجونو او مېرمنو څخه د نړۍ پر ملاتړ ټینګار کړی دی. نوموړي تازه د "این‌ایچ‌کې" په نوم یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې او نجونې له پامه ونه غورځوي. رودریکس پر افغان نجونو د طالبانو وروستي بندیزونو ته په اشارې سره اندېښنه ښودلې چې امکان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ناټو پوځیان په فېنلینډ کې د روسیې پولې ته نېږدې تمرینونه کوي

په فېنلینډ کې د ناټو زرګونه پوځیان د روسیې له پولې یوازې ۱۰۰ کېلومیټره لیرې په تمرینونو بوخت دي. دا د ناټو په وروستي تاریخ کې یو له تر ټولو لوی مشقونه دي چې پکې له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو سرتېري برخه اخلي. فینلینډ په ۲۰۲۳ز کال کې په ناټو کې تر شاملېدو وروسته په لومړي ځل د پوځي مشقونو کوربه دی. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریالې اولېنا ابرامووېچ یې په اړه په رووایاروي کې ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: هرات کې ۲۵زره زلزله‌ځپلې کورنۍ لاهم کافي سرپناوې نه‌لري

په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات د زلزله‌‌ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دغه دفتر پرون چهارشنبه په یو راپور کې چې د دې ادارې پر وېب‌پاڼه خپور شوی ویلي، که څه هم د هرات له زلزلې څه باندې یو کال تېریږي، خو لاهم شاوخوا ۲۵زره ځپل شوې کورنۍ کافي سرپناوې نه‌‌‌‌لري. د یاد دفتر د معلوماتو له‌‌‌مخې که څه هم په تېر یو کال کې بېلابېلو مرسته کوونکو بنسټونو د هرات له ۲۷۵ زره زلزله‌‌‌ځپلو سره ډول‌‌‌ډول مرستې کړي، خو د ژمي په رارسېدو د کافي سرپناو د نشوالی مسئله د اندېښنې وړ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د يو‌اين‌ډي‌پي استازی: نړيواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو پر ستونزو تمرکز وکړي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) استازی سټیفن رودریکز، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر ستونزو تمرکز وکړي. رودریکز پرون (چهارشنبه، د نوامبر په ۲۰مه) له جاپاني رسنۍ (NHK) سره په مرکه کې د طالبانو د وروستي فرمان په اړه خبرداری ورکړ چې، ښځې په عامه ځایونو کې مخ پټولو ته اړ باسي. هغه وویل، دا "ځپنې" ممکن لا پسې شدیدې شي. ده دا پرله‌‌‌پسې محدودیتونه له افغان ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذف یوه برخه وبلله. سټیفون رودریکز زیاته کړه، په‌‌‌داسې حال کې چې نړیواله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډيکر: متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې، د طالبانو له‌خوا د زده‌‌کړو پر وړاندې محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او هغوی د خپل هېواد په پرمختګ کې له ګډون څخه محروموي. اغلې ډيکر، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له سفارت څخه فعالیت کوي، پرون (چهارشنبې) په ایکس‌پاڼه یا (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي. افغانستان له ښځو پرته د ځان بسیاینې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کولی نه‌‌‌شي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا اوکراين ته د ۲۷۵ميليون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې استوي

پینټاګون په پام کې لري چې، د جو بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې اوکراین ته لږ تر لږه د ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې واستوي. په‌‌‌دې وسلو کې ځمکني ماینونه هم شامل دي. دا وسلې په‌داسې حال کې اوکراین ته ورکول کېږي چې، د جګړې د شدت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. دواړه خواوې ښکاره هڅه کوي چې د ډونالډټرمپ د حکومت تر پیل مخکې، چې ژمنه یې کړې ده د جګړې د پای ته رسولو لپاره به کار وکړي، خپل موقعیت ښه کړي او برلاسی ترلاسه کړي. د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېلر: اسراييل د حزب‌الله پر وړاندې ځينې مهم هدفونه ترلاسه کړي

د متحدایالتونو حکومت ویلي چې، اسراییل په لبنان کې د حزب‌الله د وسله‌‌والې ډلې پر وړاندې په جګړه کې ځینې مهم هدفونه ترلاسه کړي دي او له همدې امله د جګړې د پای ته رسېدو امکان شته. د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومېلر د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه څه چې دوی لیدلي دا دي چې اسراییل خپلو یوشمېر مهمو هدفونو ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه، دوی په تېرو دوو میاشتو کې لیدلي چې اسرايیل د حزب‌الله د امکاناتو په له‌‌‌منځه وړلو کې بریالی عمل کړی دی. له همدې امله باور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کېلې په وسيله جوړ شوی يو هنري اثر په څه باندې شپږميليونه ډالره وپلورل شو

یو هنري اثر چې د یوې ساده کېلې په مرسته جوړ شوی او د ټېپ په وسیله په دېوال پورې نښلول شوی و، د نومبر په ۲۰مه د نیویارک په یوه لیلام کې په ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالره وپلورل شو. دغه اثر چې "کومدین" نومېږي، ایټالیايي هنرمند موریزیو کاتیلان جوړ کړی و. دا اثر په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د میامي په "آرت بازل" ساحل کې نندارې ته وړاندې شو. دا یوه په زړه‌پورې پېښه وه چې نندارچیانو یې هڅه کوله معلومه کړي چې آیا دا زېړه مېوه چې په سپین دېوال نښلول شوې، یو طنز دی که‌نه. په پای کې یوه بل هنرمند کیله له دېواله لیرې کړه او ویې خوړله. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت: ۱۵۵ کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د نومبر پر ۲۰مه له پاکستان او ايران څخه ۱۵۵ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د طالبانو د حکومت کمېشن د نومبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل کې ۳۵ کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۲۰ کورنۍ د هرات او نيمروز له لارو له ايرانه افغانستان ته ستنې شوې دي. بیان زیاتوي چې افغانستان ته د تازه ستنو شویو کورنیو د غړو شمېر ۷۳۵ دی.  د طالبانو حکومت البته دا نه دي ویلي چې هغه کډوال له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوي او که نه په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د راولپېنډۍ پولیسو عمران خان په بله قضیه کې نیولی دی

بشرا بي بي له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د توشه خانې په دویمه قضیه کې بندي وه. په هغه مقدمه کې پر نوموړې او مېړه یې تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې.

Mashaalradio.com 

عباس خان: پاکستان د افغان تابعیت کارډ لرونکو د برخلیک په اړه مشورې کوي

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې اسلام اباد پلان لري چې په دې اړه د طالبانو له حکومت سره هم خبرې وکړي. ده وویل چې پاکستان لا د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایا متبادله انرژي ژمي کې د اوکراین ستونزې هوارولای شي؟

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوې کلیسا د حرارت لپاره ځانګړې بخارۍ یا پمپونه لګولي دي او په اودېسا کې یو روغتون د شمسي توانایۍ مرکز جوړ کړی دی. په اوکراین کې مختلفې ډلې د هغه هېواد پر بېخبنا د روسیې مسلسلو حملو ته په کتو د انرژۍ د متبادلو سرچینو او نظامونو په لټه کې دي. چارواکي په سږني ژمي کې په هغه هېواد کې د زیات برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ اټکل کوي. نور د مشال راډیو د روسۍ ژبې ټېلېوېژن په ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

پر سوريه د اسراييل بريد؛ ۳۶کسان وژل شوي او ۵۰ ټپيان دي

د سوریې د دفاع وزارت وایي چې، د دغه هېواد پر پالميرا ښار د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. پالمیرا ښار د تاریخي ابدو او میراثونو د درلودو له کبله مشهور دی. په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار یو بنسټ بیا ویلي چې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې تېره ورځ شوي، ۶۱ تنه وژل شوي دي. اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په تړاو تبصره نه‌‌‌کوي، خو وړاندې یې په زغرده ویلي، اجازه نه ورکوي چې دغلته ایران خپلې نیابتي ډلې پراخه کړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د نومبر په شلمه ۸۲ کلن شو

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو برحاله ولسمشر یا د وسله‌‌‌والو ځواکونو اعلی سر قومندان یې دغه عمر ته رسیږي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې، د بایډن د ورځنیو چارو په مهال‌‌‌‌‌وېش کې داسې عمومي غونډې او لیده کاته نه‌‌‌‌دي شامل. بایډن د نومبر د پنځمې نېټې له ولسمشریزو ټاکنو نه هم په ظاهره د عمر د زیاتوالي او پر هغه د رایه ورکونکو د نه باور له کبله په شا شو. هغه خپله مرستیاله کامالا هریس د ډیموکرات ګوند نومانده کړه چې، د جمهوري غوښتونکي ډونالډټرمپ په وړاندې یې ماتې وخوړه. ... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus