Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2024

Новости за 13.10.2024

Mashaalradio.com 

تیمور خان پاکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه ارزښتناکه بولي

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړونکی تیمور خان مېلمه کړی دی. هغه له تېرو اتو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په مرکز کې د څېړونکي دنده ترسره کوي. تیمور خان د روسیې او اروپايي هېوادونو پر چارو زیاتې څېړنې او لیکنې کړې دي. هغه وايي چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه، چې د اکتوبر په نیمايي کې کېدونکې ده، خورا ارزښت لري. دی وايي، دا د پاکستان لپاره ښه موقع ده چې د هغه سازمان له غړو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لا پراخه کړي. تیمور خان هغې دوه ورځنۍ ناستې ته د هندي پلاوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خیبر لویه جرګه کې ګڼو ښځو او فعالانو هم ګډون کړی

د خیبر په رېګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه‌توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلي دي. فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په دې جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي. نور په وېډیو کې:

Mashaalradio.com 

د سولې نوبېل جایزه پر جاپان له اټومي حملو خوندي پاتې شویو ګټلې

سږ کال د سولې نوبېل جایزه د جاپان د نیهان هیډانکیو په نوم د خیر ښېګړې هغه تنظیم ګټلې ده چې بنسټګر یې د دویمې نړیوالې جګړې د اټومي بمونو حملو عیني شاهدان دي. امریکا هغه بمونه د جګړې د ګټلو لپاره د جاپان پر ناګاساکي او هېروشیما ښارونو غورځولي ول چې پراخه تباهي یې کړې وه. له بمونو د خوندي پاتې شویو خلکو تنظیم په نړۍ کې د اټومي وسلو د نه استعمال لپاره هلې ځلې کوي او پر هېوادونو فشار راوړي چې د پراخې ویجاړۍ وسلې دې نه جوړوي. دوی وايي، نوبېل جایزه به یې وهڅوي چې د جنګونو پر وړاندې خپله مبارزه لا زیاته کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اندام د ښکلا په المپيا سیالیو کې افغان لوبغاړی دویم شو

علي بلال د نارینه وو فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال په ګټلو بریالی شو. بلال له کلونو راهیسې اروپا کې اوسیږي او یواځینی افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ د اندام د ښکلا په تر ټولو معتبره سیالیو کې برخه اخلي. صفي الله ستانکزي پرې لنډ راپور جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د خیبر جرګې میدان سره لنډمهالی بازار لګېدلی دی

د خیبر ضلعې د جمرود په رېګلي للمه کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم په روانه جرګه کې نه یوازې د پښتنو پر ستونزو او د هغو پر حللارو بحثونه روان دي بلکې هلته لنډمهالي کاروباري هلې ځلې هم زیاتې شوې دي. د جرګې ځای ته پر لاره او هلته په میدان کې د خوړو تر څنګ د کتابونو سټالونه هم لګېدلي دي. لیکوال علي ارقم هم هلته ورغلی وو او له مشال راډیو سره یې د سترګو لیدلی حال شریک کړ.

Mashaalradio.com 

د ګوندونو سیاستوالان د پښتنو قامي جرګې ته ویناګانې کوي

په داسې حال کې چې په لسګونو خیمو کې د پاکستان د پښتون مېشته سیمو استازو پر مختلفو موضوعاتو بحثونو او مشورو ته دوام ورکړی دی، د بېلابېلو ګوندونو مخکښ سیاستوالان د اکتوبر پر ۱۳مه د لویې جرګې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د جرګې مرکزي تالار ته ورغلي او هلته یې ناستو کسانو ته ویناګانې کړې دي. په دې اړه ویډیويي راپور.

Mashaalradio.com 

شګوفه ساپۍ وايي موسیقي د ازادۍ نخښه ده

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر موسیقۍ بندیزونه لګولي دي. هغوی تر دې وروسته په مختلفو سیمو کې د موسیقۍ تر ۲۰،۰۰۰ زیات الات سوځولي دي. د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ګڼو هنرمندانو افغانستان پرېښودو او په نورو هېوادونو کې یې پناه واخیسته.

Mashaalradio.com 

د چین وزیراعظم لي چیانګ د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې چینايي وزیراعظم به د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د سفر پر مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر اصف علي زرداري، پارلېماني مشرانو او پوځي مشرتابه سره هم وګوري.




Pa.azadiradio.com 

منظور پښتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښودل او څه يې وويل؟

په خیبر کې د پښتنو قامي عدالت جرګې پرانیسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وکړه. د جرګې منتظمینو په پیل کې په زرګونو ګډونوالو ته يو مستند فلم وښود او منظور پښتين د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې پر مهال پښتنو ته د رسېدلو زیانونو او د ورکو کسانو د مجموعي شمېر په اړه معلومات وړاندې کړل. نور په وېډیو کې:

Mashaalradio.com 

د خیبر لویې جرګې ته ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي

د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي. فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په هغه درې ورځنۍ جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي. موږ د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره د خبرو پر اساس دا ویډیو جوړه کړې ده.

Mashaalradio.com 

په فلورېډا کې تر سمندري توپان وروسته خلک خپل کورونه بیا رغوي

د امریکا په فلورېډا ایالت کې د سمندري توپان له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوې دي. په فلورېډا کې په وروستیو ورځو کې دا دويم سمندري توپان دی چې خلک یې له ګڼو ځاني او مالي تاوانونو سره مخامخ کړي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور.

Mashaalradio.com 

منظور پشتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښوول او څه يې وويل؟

په خیبر ضلع کې د "پښتنو قامي عدالت" په نامه جرګه د اکتوبر پر ۱۲مه رسماً پیل شوه چې پرانیسته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وکړه. د جرګې منتظمینو په پیل کې په زرګونو ګډونوالو ته يو مستند فلم وښود او منظور پشتين د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې پر مهال پښتنو ته د رسېدلو زیانونو او د ورکو کسانو د مجموعي شمېر په اړه معلومات وړاندې کړل. پي ټی اېم وايي هغه مستند یې په ځانګړې توګه د جرګې لپاره کړې ده. د اکتوبر ۱۳مه د جرګې وروستۍ ورځ ده او د منتظمينو په وینا، پکې به د استازو پر سپارښتنو تر بحثونو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus