اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
تېره اونۍ له متفاوتې زاویې
تېره اونۍ له متفاوتې زاویې
پاکستان او ايران، چې ګاونډي هېوادونه دي او ۹۰۰ کېلومیټره شريکه پوله لري، د ۱۹۹۰مې لسيزې په نیمايي کې د ګازو د نلليکې جوړولو په اړه خبرې پيل کړې. د دواړو هېوادونو چارواکو د ۲۰۰۹ز کال په جون کې د فرانسوي قانون له مخې، "د ګازو د پلور او پېر" ۲۵ کلن تړون لاسليک کړ.
د غزې ۱۵ کلن اوسېدونکی یوسف سعد پر خپل ګيټار وزمه الې عود د مینې او هیلې سازونه غږوي. هغه د غزې په جګړه ځپلو سیمو کې کیمپونو ته ورځي او هلته د ماشومانو لپاره سازونه غږوي.
د غور-دایکندي پر لویه لاره د داعش له لوري د یو شمېر وژل شویو هزارهګانو د تدفین مراسم ترسره شول. وسلهوالو کسانو د پنجشنبې په ورځ د دایکندي-غور پر لویه لاره د یادو کسانو موټر درولی او پرې ډزې یې کړي دي. وژل شوي کسان له کربلا څخه د راستانه شویو زیارت کوونکو د هرکلي په موخه د غور فېروز کوه ښار ته تلل.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د بلوچستان د وکیلانو اتحاديې مشر منير کاکړ مېلمه کړی دی. نوموړی د پښین دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې وکالت کوي. کاکړ د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې د مشرۍ انتخاباتو ته نوماند دی. دی وايي چې په بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو تر ټولو لویه وجه د ناسمو ریاستي تګلارو دوام دی. د ده په خبره، د بلوچستان مسله له مذاکراتو پرته نه شي هوارېدای او سیاسي مشرانو ته په کار ده چې پر یو دریځ ورغونډ شي. کاکړ زیاتوي چې د پوځي عملیاتو لپاره ځانګړې شوې پیسې باید د بلوچستان پر ولس او پرمختګ لګېدلې وای. Читать дальше...
د پنجاب په سرښار لاهور کې ميشت پښتانه وايي که څه هم په هغه ښار کې دوی له ډيرې مودې راهيسې ژوند کوي خو شناختي کارډ او پاسپورټ يې نه جوړيږي. په دې کې ځيني داسې هم دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې اوسېږي. هلته د پښتنو خير ښيګړې يو تنظيم هم موجود دی. خو په پنجاب اسمبلۍ کې د واکمن ګوند يو غړي مشال راډيو ته وويل چې د پښتنو شکايتونه به چارواکو ته رسوي. د مشال راډيو اونيزه خپرونه هجره کې په لاهور ښار کې مېشتو پښتنو خپلې ستونزې شريکې کړې دي.
بلوڅې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره مستقیمې خبرې پیلوي.
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو بهرمیشتي افغان پانګوال په خپل شخصي لګښت د مور او ماشوم ۲۲ بستریز روغتون جوړ کړی، چې د سېپټېمبر په ۱۰مه پرانیستل شو. مسوولینو وویل، په دې روغتون ټول ۷ لکه اویا زره ډالر لګښت شوی او موخه يې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راټیټول، د ناروغانو اساسي درملنه او هغوی ته د باکیفیته درملو وړاندې کول دي. افغانستان تر اوسه هم په هغو هېوادونو کې دی، چې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له کبله په کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې:
د سیمې یو اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د غور ولایت مرکز فېروزکوه ته پر لاره ول چې هلته د عراق له کربلا څخه ورغلیو زایرینو ته هرکلی ووايي، خو پټو ناستو وسلوالو ورباندې برید وکړ.
په پاکستان کې ډېریو خلکو د بجلۍ د زیاتو بېلونو او د لوډشیډنګ له امله د شمسي انرژۍ ښيښیو (سولر پینلونو) لګولو ته مخه کړې ده. د نورو ښارونو په څېر د اسلام اباد او راولپېنډۍ اوسېدونکي وايي چې تنخاګانې یې کمې دي چې د بجلۍ زیاتو بېلونو لا پسې له مالي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.