د فبرورۍ پر ۱۰مه په شمالي وزیرستان کې په ډزو کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ژوبل شوی غړی یوسف داوړ ومړ او د فبرورۍ پر ۲۹مه د میرامشا په درپه خېلو کې خاورو ته سپارل شوی دی. اېن ډي اېم وايي چې د ګوند مشر محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ د انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې. ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول چې ورڅخه یې یوسف داوړ شاوخوا درې اوونۍ وروسته سا ورکړه. د شمالي وزیرستان انتظامیې... Читать дальше...
د پاکستان د نوي پارلمان غړو نن( د فبرورۍ په ۲۹مه) خپله لومړنۍ غونډه او د لوړې مراسم ترسره کړل. دا غونډه، په دغه هېواد کې له پارلماني ټاکنو څخه درې اوونۍ وروسته په داسې مهال پيل شوه چې په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې موجودې دي. تمه ده چې ژر به د پاکستان پارلمان نوی صدراعظم هم وټاکي.
د خوست په سیمه ییز روغتون کې د نري رنځ د پېژندنې څانګه پرانیستل شوه. د روغتون ډاکټران له خلکو غواړي چې د دغې ناروغۍ په وړیا ډول کیږي او له خلکو غواړي چې د نري رنځ په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي. په دې اړه نجیب الله الوخېل راپور لري.
په هند کې ګڼ کروندګر د خپلو غوښتنو لپاره په احتجاج دي چې پولیس ورباندې د اوښکې بهوونکي ګیس اچولو لپاره بې پیلوټه الوتکې کاروي. خو مظاهرچیان د ډرون نسکورولو لپاره باډیوې (پتنګ) او لیندې او د اورلوبې یا اتش بازۍ شیان کاروي. کروندګر د فصلونو لږترلږه نرخ ټاکلو او حکومتي پورونو بخښلو ترڅنګ یوشمېر نورې غوښتنې هم لري. حکومت له مظاهرچیانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بلوچستان د اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی چې ورڅخه یې ۵۱ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۱۱ د ښځو او درې د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.
د اسلام اباد په ژوبڼ کې له څه مودې راهيسې ځناور د نندارې لپاره نه وړاندې کېږي بلکې هغه ځای اوس د ځناورو د ژغورنې او درملنې په مرکز اوښتی دی. د ژوبڼ انتظاميه وايي چې تر ۳۰۰ زيات ځناور يې ژغورلي او بېرته يې ځنګله ته وړي دي. ويډيو رپورټ