ټي ای ار د نړیوالو ګمرکونو نظام دی چې په پراخه کچه جغرافیايي فعالیت لري. دا مهال په نړۍ کې ۶۶ هیوادونه د یاد نظام لاندې کار کوي او پاکستان هم د دغه نظام لاندې زر فعالیت پیلوونکی دی.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي په نومونو دوه افغان وګړي نن د شنبې په سهار په شیراز کې په عام محضر کې اعدام شول. د ایران حکومت دا افغانان د اکتوبر په میاشت کې د شاه چراغ په نوم پر یوه زیارت په برید کې په لاس لرلو تورن کړی وو. له دې سره همهاله نن د ایران سیستان بلوچستان ولایت زاهدان ښار د پولیسو پر یوې پوستې د برید شاهد و.
یو شمېر کورني بې ځایه شوي وايي، د اقتصادي ستونزو او د کار د زمينې د نشتوالي له امله نهشي کولى بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي. د پروان ولایت اوسېدونکې ریحانه د خپل پلار، مور او ورونو سره په تېر جمهوري نظام کې د جنګونو له امله کابل ته بېځایه شوې. هغې ازادي راډيو ته وویل، کور یې د جنګونو له امله ویجاړ شو او دوی اړ شول کابل ته راشي. دا وایي، په کابل کې هم د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او د کورنۍ له اتو غړو څخه یې یو هم کار نهکوي او ټول وزګاره دي. نوموړې وايي: "موږ د پروان څخه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې ۶۰ په سلو کې نجونې او ۴۶ په سلو کې هلکان له لومړنیو زدهکړو بې برخې دي. یونېسف د جمعې په ورځ د افغان ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ لپاره د جاپان هېواد د ۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، ان هغه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي هم سمه زدهکړه نه ورکول کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې جنګ جګړو د افغان ماشومانو لپاره ښوونځي ناامنه کړي او ډېری ښوونځی پوره ټولګي نهلري، دغه شان ښوونکي په شرایطو برابر نه دي او ان... Читать дальше...
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د کرکټ دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د لوبې پچه بنګلهدېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاو په سوځېدو ۳۳۱ منډې وکړې او سيالې لوبدلې ته يې د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه. په دې لوبه کې دوه پيليز لوبغاړو سليزې ووهلې چې رحمنالله ګربز ۱۴۵ او ابراهيم ځدراڼ سل منډې جوړې کړې. دغه راز محمد نبي ۲۵، رحمت شاه ۲، لوبډلمشر حشمت شهيدي ۲، نجيب ځدران ۱۰ راشدخان ۶، عظمت الله عمرزي ۲، مجيب الرحمن ۵ او فضل الحق فاروقي يوه منډه جوړه کړه. د يادونې ده چې... Читать дальше...
د غزني په مالستان ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر وايي، په کروندو کې یې یو ډول چینجي پیدا شوي چې د دوی حاصلات له منځه وړي. د غزني په مالستان ولسوالۍ يو کروندګر چې نهغواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، يو ډول چينجي د دوى په کروندو او باغونو کې پیدا شوي، چې د دوی حاصلاتو ته يې ګواښ پېښ کړی. د ده په وينا، دې چینجيو د حاصلاتو ټول ډولونه ورته په نښه کړي. نوموړی وايي: "دا یو ډول چینجي دي چې نږدې یوه میاشت یا شل ورځې کېږي زموږ محصولات خوري او له منځه یې وړي، د غنمو او وربشو پاڼې یې خوړلې دي او په دې... Читать дальше...
په کابل ښار کې د پیرکیو پلورنکي مطیعالله وايي، د سهار له شپږو بجو د شپې تر لسو بجو پورې د کابل ښار په منډوي سیمې کې بولاني خرڅوي او له همدې لارې یوه مړۍ روزي پیدا کوي. نوموړی وايي: "یو رقم د کچالو دي بل د ګندنې دي، خلک د کچالو دا ډېرې خوښوي، د ګندنې متوسط خوړل کېږي، مصاله شیان هم پهکې اچوي، د پیرکیو سره چکني او شړومبې ښې خوړل کېږي، هوا ګرمه ده نو اوس شړومبې ډېرې خوړل کېږي، بیا په شړومبو کې بادرنګ او ويلنی اچوو، د ورځې زه د دری سوه، څلور سوه افغانیو پیرکي خرڅوم." حسیب الله د کابل ښار په منډوي... Читать дальше...
دا هړتال د هغه پېښې خلاف دې چې وسلوالو د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ټرکونه سوځولي وو او وروسته یې د هرنايي د مرستیال کمېشنر پر ګاډي ډزې هم کړې وې.
ایران هغه دوه افغان وګړي په عام محضر کې اعدام کړل، چې په یوه پخوانۍ حمله کې په دخالت تورن شوي وو. ایران نن شنبه هغه دوه افغان وګړي اعدام کړل، چې په اکټوبر میاشت کې د شاهچراغ په نوم د شیعه ګانو پر یوه زیارت په حمله کې دخیل بلل شوي وو. فارس او ایسنا خبري اژانسونو ویلي محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نن شنبه سهار د فارس ولایت په مرکز شېراز کې په عام محضر کې اعدام شوي دي. په شېراز کې پر شاهچراغ زیارت په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي وو او مسوولیت یې هم داعش ډلې منلی و. Читать дальше...
د باميان ولايت د ورس، پنجاب او يکاولنګ ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوى په څارويو کې د بیزو تڼاکې د ناروغۍ د خپرېدو له امله يو شمېر څاروي یې له منځه تللي. محمد د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي، له شلو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د بیزو تڼاکې ناروغي خپره شوې ده. نوموړي وويل، د دوی غواګانې تبه لري او بې اشتها وي، د دوی په بدن کې داسې دانې راخېژي، چې د مړینې لامل يې ګرځي. هغه ازادي راډیو ته وويل: "زموږ په کلي کې دغې ناروغۍ له شپږو څخه زياتې غواګانې وژلي دي. نورې غواګانې هم ناروغه شوې دي. Читать дальше...
په میدان ودګو کې د نشهيي توکو څخه د ځان ژغورنې په پار د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې. په يادو سیالیو کې د میدان وردګ تر څنګ د لوګر او غزني ولایتونو یو شمېر لوبډلو هم ګډون کړی و. لوبغاړي وايي، که ځوانان غواړي له نشهيي توکو ځان وژغوري، نو سپورټ ته دې مخه کړي. په دې اړه نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په ختیځو څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو واکسین کمپاین پیل شو. په داسې حال کې چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې، نن د ننګرهار په ګډون په درېیو نورو ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو. که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په ننګرهار کې د ياد کمپاين د پرانیستې... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، ګڼو هغو نجونو ته یې هم د لاسي کار زمینه برابره کړې، چې له شپږم ټولګي پورته له نورو زدهکړو محرومې پاتې دي. دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې د افغان ښځو د مهارتونو د ودې د سازمان په همکارۍ یې د بېځایه شویو کسانو لپاره د بلخ ولایت په امېد فردا ښارګوټي کې د ګلدوزۍ یوه پروژه پیل کړې ده. د دې ادارې د ټویټونو له مخې یو ټوکر چې د څو اوونیو لپاره ګلدوزي ورباندې وشي، په مرسته یې دغه ښځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو عواید ترلاسه کوي. طالبانو... Читать дальше...
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې یوه ښځه په ښکاري ټوپک وژل شوې ده. په کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي صابر پېښه تاییدوي او وایي، په دې اړه څېړنې روانې دي، چې د فریدې په نوم دغه ۱۸ کلنې ښځې ځانوژنه کړې او که د بل چا له خوا ویشتل شوې او وژل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د کندهار په عینو مېنه کې هم یوه ښځه د خپل خاوند لهخوا ویشتل شوې او وژل شوې وه. تر اوسه د دغو دواړو پېښو علت نهدی معلوم.
ایران نن شنبه هغه دوه افغان وګړي اعدام کړل، چې په اکتوبر میاشت کې د شاهچراغ په نوم د شیعه ګانو پر یوه زیارت په حمله کې دخیل بلل شوي وو. فارس او ایسنا خبري اژانسونو ویلي، محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نن سهار په شېراز کې په عام محضر کې اعدام شوي دي. پر شاهچراغ زیارت په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو او تر شلو زیات نور ټپیان شوي وو او مسوولیت یې هم داعش ډلې منلی و. ایراني چارواکو د هغې حملې په پیل کې ویلي وو، چې دا حمله یوه سړي کړې او هغه هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د ایران دولتي اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو او ځانمرګو بریدګرو نن شنبه د ایران په جنوب ختیځ کې د پولیسو پر یوه مرکز حمله کړې ده. د یوه افسر د وژل کېدو خبر تایید شوی دی. ایرنا اژانس ته ځینو سرچینو ویلي، چې د سیستان و بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې د حمله کوونکو له ډلې دوو یې خپل منفجره واسکټونه چوولي دي. د دې حملې مسوولیت سم د لاسه چا نه دی منلی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل اوکرایني سیال ولودمیر زیلینسکي ته پرون وویل، چې کییف د ناټو د غړیتوب مستحق دی. اردوغان په عین حال کې له زیلینسکي له مسکو سره د سولې خبرو ته د کېناستلو غوښتنه وکړه. اردوغان په استانبول کې په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه چې زیلینسکي هم په کې حاضر و او زیاته یې کړه، چې له شک پرته اوکراین په ناټو کې د غړیتوب مستحق دی. د ترکیې ولسمشر وویل، چې په پام کې ده بله میاشت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ۵۰۰ ورځې مخکې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي وار لپاره ترکیې ته سفر وکړي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزیره جنت یلن وايي، د نړۍ دوه لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه امریکا او چین باید د اقلیمي بدلون د موجوده ګواښ پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. مېرمن یلن نن شنبه د چین له حکومتي چارواکو او د اقلیم له متخصصانو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې. پېکېنګ ته د سفر پر مهال د امریکا د خزانې وزیرې ویلي، د امریکا او چین ترمنځ د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره پخوانۍ همکارۍ ځینې پرمختګونه درلودل، چې یوه بېلګه یې د پاریس د ۲۰۱۵م کال تړون و.
د سوریې یوه ۲۹ کلن کډوال ریان الشبل د جمعې په مازیګر د جرمني د اوستلشهایم د ښاروال په توګه رسماً لوړه وکړه. الشبل اته کاله مخکې له سوریې جرمني ته کډوال شوی و، چې د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې د سوابي ټولنې د ۲۵۰۰ ځايي اوسېدونکو له خوا د نوي ښاروال په توګه په څه باندې ۵۵ فیصده اکثریت رایو وټاکل شو. د ځوانو ښاروالانو شبکې ویلي، د دوی نه په یادېږي چې تر دې مخکې دې کوم کډوال په ۲۰۱۵م کال کې جرمني ته راغلی وي او بیا دې د جرمني د یوې ښاروالۍ ښاروال ټاکل شوی وي. ګڼو کسانو دا تاریخي پېښه بللې ده.
د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) د جولایي پر اوومه پر ټویټر لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونوو په خیبر پښتونخوا کې اته او په پنجاب صوبه کې نهه کسان بارانونو وژلي او ۳۸ یې ژوبل کړي دي.
د تېر نظام یوه کارکوونکې چې اوس پر کور ناسته ده، د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې، چې شپاړلس مېرمنې په کې کار کوي. فروزان وايي، موخه یې ځان او نورو ښځو ته چې ډېرې یې د خپلو کورنیو سرپرستانې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د یو کار روزګار رامنځته کول دي. ثنا کاکړ له نوموړې سره غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د بامیان ولایت معتادې ښځې شکایت کوي چې دوی د روغتيايي امکاناتو د نشتوالي له امله دې ته مجبوره شوي چې نشو ته دوام ورکړي. نګاره یوه ۴۲ کلنه مېرمن ده چې د بامیانو د ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. دا چې له درېیو کالو راهيسې نشه کوي وايي، لومړی يې خاوند معتاد و او د وخت په تېرېدو سره دا هم ورسره معتاده شوه. نګارې ازادي راډيو ته وويل چې معتاد مېړه يې د دې او اولادونو ژوند تريخ کړی دی. هغې زیاته کړه: "زه او زما اولادونه يې څو ځله ډبولي دي، داسې ورځ هم راغلې چې زه يې په تېشه وهلې یم او چاقو يې راباندې... Читать дальше...
مېل انلاين: له بریتانيا څخه خپرېدونکې مېل انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په امریکا کې د هغه افغان وژل کېدو ته کتنه کړې ده چې د خپرونې په لیکنه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ژباړونکی پاتې شوی و. د واشنګټن ډي سي پولیسو ویلي، ۳۱ کلن نصرت احمد یار چې د څلورو ماشومانو پلار و، د دوشنبې په ورځ د دې ښار په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ځای یې ساه ورکړې. پولیسو د هغو اطلاعاتو په بدل کې چې د احمدیار د قاتل د نیولو لامل شي، ۲۵ زره ډالر انعام اعلان کړی دی. مېل انلاین لیکي احمدیار... Читать дальше...
د افغانانو یوه جلاوطنه شورا وايي، د افغانستان د اوسنیو سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د کمېدو لپاره مذاکره غوره بدیل ګڼي. په اسټرالیا کې د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا وايي، په افغانستان کې د روان سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ حل مذاکرات ګڼي. دغه شورا چې وايي، د اسټرالیا تر څنګ د امریکا په متحدو ایالتونو، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې تر ۷۰ زیاتې اتحادیې په کې شاملې دي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي. د بهرمېشتو افغانانو نړیوالې شورا مشر دُر محمد اشنا له ازادي راډیو سره په خبرو... Читать дальше...
په افغانستان کې له کلونو راهیسې د درملو له ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکايتونه کېږي. افغانستان د اړتیا وړ درمل له بهره واردوي او په کور دننه هم درمل تولیدېږي، خو د کيفيت په اړه شکايتونه يوازې په کور دننه د توليد شويو درملو په اړه نه دي، بلکې خلک شکايت کوي چې له بهره وارد شوي درمل ښه کيفيت نه لري.