د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د هواري لپاره په بین المللي کچه همکارۍ ته اړتیا ده.
په کابل کې تېره ورځ د کال لومړنۍ واوره وشوه، ښایي ځینو ته دا ورېدل خوندور و، خو دغلته داخلي بېځایه شوي چې تر خېمو لاندې ژوند کوي د واورې ورېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي. دغه کورني بېځایه شوي چې د تېر حکومت په وروستیو کې یې د ناامنۍ او فقر له امله خپلې اصلي مېنې پرېښي وايي په دې سخت ژمي کې يې ژوند خورا سخت شوی دی. بي بي ګل له خپلې لور او پنځه لمسیانو سره هغه وخت چې تخار د طالبانو په لاس سقوط وکړ، پلازمېنې کابل ته راکډه شوه. هغه چې د کورنۍ نارینه سرپرست او سرپناه نهلري وايي د سوړ ژمي په راتلو... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور د ارکایېوز کتابتون تالار ته د هغو زده کوونکي میندې او پلرونه ورغلي ول چې پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ز کال په وسله وال برید کې وژل شوي ول. غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون نور فعالان هم ورغلي ول. پښتین مشال راډیو ته وویل، د وژلیو زده کوونکو کورنۍ لا هم له انصافه بې برخې دي. د پاکستان حکومت وايي، په برید کې یې ککړ کسان د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي. د هغې پېښې قضیه په سپریم کورټ کې هم روانه ده. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي ولسمشر غوښتل واک په سوله ییزه توګه انتقال کړي خو کابل ته د طالبانو په ننوتلو ګډوډي رامنځته شوه. محب د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط پیلامه بولي. له حمدالله محب سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه د ازادي پر یوټیوب له دې لارې کتلی شئ. https://www.youtube.com/watch?v=x5-LXXHOTjY
کابل ښاریان وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت له ټیټېدو سره سره لاهم د خوراکي توکو بیې نهدي راټيټې شوي. دوی وايي، له یوې خوا بېوزلي، بېکاري او د ژمي یخني او له بلې خوا د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدو او د خوراکي توکو ګرانېدو د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي. دوی وايي نه عاید لري او نه هم په کورونو کې داسې څه چې د کور لګښت او خپله ګوزاره ورباندې وکړي. بلخوا د ژمي یخنۍ بیا د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د کابل اوسېدونکی محمد نبي وايي، شپهيې په دې اندېښنه تېره کړه چې ماشومانو تهيې خواړه او اوبه نهرسېږي. Читать дальше...
په کابل کې نن لسګونه ښځو مظاهره وکړه. دوی د ډوډۍ، کار، ازادۍ او سیاسي مشارکت شعارونه ورکول. تر دې مخکې هم لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهرې کړي او له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونه ورکړي. که څه هم نن د مظاهرې پر مهال د تاوتریخوالي څه راپور نه دی ورکړل شوی خو مخکې د طالبانو د وسله والو له خوا له ښځو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي چې تُند غبرګونونه یې له ځانه سره لرل. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي او د نجونو لویه برخه له ښوونځیو او پوهنتونو محرومې ګرځول شوي.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د رسنیو د ازادۍ په اړه د سازمان په نوي کلني راپور کې ویل شوي دي چې له رسنیو سره د تړلو مسلکي کسانو په نیول کېدلو کې د ۲۰۲۰ز کال پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وايي، پخواني ولسمشر اشرف غني غوښتل په سولهییزه توګه د لویې جرګې له لارې واک انتقال کړي، خو طالبان کابل ته ننوتل او ګډوډي رامنځته شوه. د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپله لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته په دې اړه چې ولې له طالبانو سره مذاکرات ترسره نهشول، وویل: "خلکو له ارګ نه د وتلو هڅې شروع کړلې. دباندې د وزارتونو احوال چې موږ اخیستلو هغوی هم عین حالت کې وو، خو ولې موږ فکر کولو چې بیا هم فرصت شته. دا وارخطایانې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، هڅه یې کړې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو مخه ونیسي او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
پر ارمي پبلک سکول په حمله کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور وايي، د یو زوی په "سینه کې یې هېڅ ځای سلامت نه وو." فلک ناز په حمله کې د وژل شویو د اووم تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د هغې پېښې په اړه سمې پلټنې و نه شوې. خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په حمله کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ول. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه. په برید... Читать дальше...
چین ویلي، د تکواندو نړیوالو سیالیو کوربتوب نه کوي. ټاکل شوې وه، د تکواندو د اتلوالۍ ۲۵ پړاو سیالۍ د راتلونکي لمریزکال د وري میاشتې په وروستیو کې د چین په ووشي ښار کې ترسره شي، خو چین ویلي چې د دغو سیالیو کوربتوب نه کوي. د تکواندو نړیوال فدراسیون ویلي چې د دغو سیالیو د ترسره کېدو نېټه یې ځڼډولې او د تکواندو دغه نړیوالې سیالۍ به د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په کوم بل هېواد کې ترسره شي. د تکواندو د اتلوالۍ نړیوالې سیالې په هرو دوو کلونو کې یوځل ترسره کېږي.
د کابل فوټبال لیګ په سیالیو کې د داوودزي او رفاه لوبډلو د سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) د دغه لیګ په الف ګروپ کې دوه لوبې وشوې چې په لومړۍ لوبه کې داوودزي لوبډلې د پنالټي شوټونو په وهلو سره په څلورو ګولونو امید درخشان ته ماتې ورکړه. په دوهمه لوبه کې رفاه لوبډلې د پنالټۍ شوټونو په وهلو سره دوه د څلورو پر وړاندې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه رفاه او داوودزي لوبډلې د کابل فوټبال لیګ سیالیو فاینل ته لار پیدا کړه. Читать дальше...
د اسیا جام د فوټبال سیالیو د پچې اچونې نېټه وټاکل شوه. د افغانستان ملي المپیک کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د اسیا د فوټبال جام سیالۍ پچه اچونه د روان لمریزکال د کب مياشتې په ۴مه نېټه ترسره کېږي. په دې سیالیو کې به ۲۴ لوبډلې په ۶ ګروپونو کې په خپلو کې سره لوبې وکړي. د اسیا فوټبال جام سیالۍ لوبې د ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې پیلېږي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله دا مهال په درېیم ګروپ کې ده او د سږکال د اسیا جام فوټبال سیالیو په پچه اچونه کې هم ګډون کوي.
د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي او په عین حال کې په سپریم کورټ کې د حملې په اړه قضیه هم روانه ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره هره ممکنه مرسته وکړي. عمران خان دا خبره د ډسېمبر په ۱۵مه نېټه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اېپکس په نوم د یوې دولتي کمېټې غونډې ته کړې ده. په دې اړه د صدراعظم د دفتر پر ټويټرپاڼه په رسمي بیان کې ويل شوي چې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورين پر وضعيت اندېښنې وښودل شوې او ټينګار وشو چې پاکستان به په دې ستونزمن وخت کې دغه هېواد يوازې پرېنه ږدي. بیان زياتوي چې په غونډه کې وويل شو چې پاکستان... Читать дальше...
ناپېژاندو کسانو د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او یوه مېرمنه یې ټپي کړې ده. د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د خېوې ولسوالۍ اړوند شګې سیمه کې په یوه کور د چړو او تبرګیو په واسطه برید وکړ چې پر مهال یې د یوه ماشوم، یوې مېرمنې او یوه دیني عالم چې په سیمه کې د یوه مسجد ملا امام هم و، په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه مېرمنه ټپي شوې ده. سرچینه زیاتوي چې وژل شوېو کسانو کې د یادې کورنۍ... Читать дальше...
د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په میدان وردګو ولایت کې دوه سړې خونې بېرته ګټې اخېستنې ته سپاري. د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري د پنجشنبې (د لېندۍ ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرنې سرپرست وزیر پنځو جنوبي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست ته لارښونه کړې چې دغه ولایت کې د میوو او نورو کرنیزو توکو شته دوه سړې خونې ډېر ژر بېرته فعالې کړي. د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه دوه سړې خونې د زر مټریک ټنه میوو او نورو کرنیزو توکو د ساتلو وړتیا لري. ... Читать дальше...
د بشري مرستو په دوام، څه باندې ۱۹ میلیونه ډالر نغدې پیسې افغانستان ته انتقال شوې. د افغانستان بانک له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون چهارشنبه ۱۹.۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک 'AIB' ته وسپارل شول. د افغانستان بانک له لوري په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک هڅه کوي چې د هېواد په بانکي نظام کې د رامنځته شوېو ستونزو لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره د بشري مرستو... Читать дальше...
نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی. د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې ویلي چې حکومت هېڅ حق او واک نه لري د بې ګناهو خلکو قاتلان وبښي. د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر په شپاړسمه شپږو وسله والو بریدګرو چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بلل کېدل په پېښور کې د ارمي پبلک سکول په نوم په یوه ښوونځي باندې برید وکړ. دوی په دې برید سره ۱۴۸ کسان ووژل او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړل. د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي ماشومان وو. Читать дальше...
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د بیې د راټېټېدو په هدف یو شمېر پرېکړې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، تېره ورځ چې په همدې موخه د ریاست الوزرا، دفاع او مالیې وزارتونو، د افغانستان بانک، کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ استازو له خوا په کورنیو چارو وزارت کې کومه غونډه جوړه شوې وه. ښاغلي خوستي وویل چې د ستونزو د هواري په موخه دا پرېکړې وشوې: " تردې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي. Читать дальше...
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي چې نړیواله ټولنه به دغه شان حکومت په رسمیت وپېژني. د ښاغلي کرزي په باور، ټول ګډونه حکومت هغه چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل ځان وویني او ښخې او نجونې په کې د زده کړو حق تر لاسه کړي. نوموړی وايي: "د طالبانو حکومت او موږ د افغانستان خلک هرکار چې دننه هېواد کې اړتیا وي، باید ويې کړو. ټول خلک باید تر یو چتر لاندې راټول کړای شي. داسې حکومت باید جوړ کړای شي چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل استازي وګوري. Читать дальше...
د مشال مرکه خپرونه کې مو ډاکټر ظهور عالم ميلمه دی. د ډاکټر ظهور زوی شهود عالم د پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې وژل شوی وو. وسله والو په ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په بريد کې ۱۴۷ کسان وژلي ول. ډاکتر عالم وايي، د هغه برید په اړه یو کتاب لیکي. نوموړی وايي، له تېرو اووه کلونو راهیسې د انصاف په لټه دی. د ډاکتر عالم نورې خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې د کاناډا له خوا له افغانستانه د خلکو د ایستلو هڅه ستایلې ده. د دغه سازمان د ښځو د حقونو مرستیالې هیدر بار نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې خوښه ده لا هم ځینې هېوادونه له افغانستانه خلک باسي. هغې کاناډا ته شاباسی ورکړی چې افغانان باسي او د دې هڅې د لا ګړندۍ کولو غږ یې کړی. د کاناډا د کډوالو او پناه غوښتونکو وزیر شان فریسر ویلي وړمه شپه ۱۸۴ افغانان کاناډا ته ورسول شول. هغه وویل، دا خلک به ژر د البرتا ایالت په کالګري، ایردرای او ایډمنټن کې مېشت کړای شي. شان فریسر ویلي، دغه افغان کډوالو ته په خطاب ویلي... Читать дальше...
په کونړ کې جنګونو له زرګونو کورنیو د سر سیورۍ او د ګټې وټې سړي اخیستي او نن سبا د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېروي. له دغو کسانو یوه هم مریم ده چې څلور کاله وړاندې يې د ژوند ملګری ترې جګړې اخیستی. د مریم په خبره، د خاوند له مړینې وروسته يې د خسرګنۍ په کور کې هم د اوسېدو ځای ورک شو او اوس په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلي پلار په یوه خېمه کې اوسېږي. د هغې په وینا د نورو په خیر خیرات يې ژوند روان کړی دی: "دا درې ماشومان مې دي، پلار مې فلج دی. دا بوډۍ مور مې ده او خاوند مې مړ دی. دا يې څلورم کال دی. Читать дальше...
د اروپایي ټولنې مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي چې بحثونه به یې تر ډېره، پر بېلاروس، کووېډ -۱۹، انرژۍ او د اوکراین – روسیې پر پوله د روسیې د پوځي پیاوړتیا پر سر زیاتو شوېو کړکېچونو څرخي. د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې د پوځي ځواکونو ځای پرځای کېدا او پر اوکراین د یوه احتمالي برید په اړه اندېښنې د اروپایي مشرانو د خبرو د اجنډا په سر کې دي. اروپایي ټولنې له روسیې غوښتي چې کړکېچ کم کړي او د اوکراین په ختیځ کې د ۷ کلن کړکېچ پر سر بېرته ډپلوماسۍ ته مخه کړي. دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د روسیې د... Читать дальше...