د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې کرونا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي. تر ټولو ډېر کسان په پنځو هېوادونو؛ لکه بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، اسپانیا او روسیه کې مړه شوي دي. د امریکا په متحده ایالاتو کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې ۴ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېرې میاشتې دوه برابره دي. په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نږدې یو نیم زر تنه مري او د دې ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۲ لکه ۶۶ زره تنه مړه شوي دي.
له روسیې څخه جرمني ته د 'نارد ستریم ۲' په نوم د نللیکې د جوړولو کار به د امریکا د بندیزونو له کبله له یو کال ځنډه وروسته د ډسمبر په لومړیو کې پیل شي. دا نللیکه د بالتیک سمندرګي په تل کې تېرېږي. 'نارد ستریم ۲' کمپنۍ پرون (شنبه) وویل، تر سمندر لاندې د نللیکې د اېښودلو کار به ژر پیل کړي. د جرمني 'اېن ډي ار ۱' راډیو وویل چې د دې پایپ لاین د جوړولو کار به د ډسمبر په پنځمه پیل شي. د دې نللیکې د جوړولو کار د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې وروسته له دې وځنډول شو چې امریکا پر دې پروژې بندیزونه ولګول. ... Читать дальше...
د شانګهای د همکارۍ تړون د دایمي او څارونکو غړو سرمشریزه سبا (دوشنبه) د هند په کوربهتوب په انلاین یا مجازي ډول دایرېږي. په دې غونډه کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم وینا وکړي. ټاکل شوې ده چې په دې سرمشریزه کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په انلاین ډول جوړېږي، د ۸ غړو او ۴ څارونکو هېوادونو مشران ګډون وکړي. چین، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، هند او پاکستان د دې تړون دایمي غړي دي. افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي. دا ځل به د هند په بلنه ترکمنستان... Читать дальше...
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر ۱۳ نوي کاردینالونه وټاکل. پاپ فرانسېس دوی ته پرون شنبه په واتیکان ښار کې د کرونا ویروس له کبله په محدودو مراسمو کې ګوتمۍ او ځانګړې خولۍ ورکړې. کاردینال تر پاپ وروسته دوهم مقام لري چې د پاپ د ټاکلو صلاحیت هم لري. پخوا به په سنټ پیټر کلیسا کې په زرګونه کسانو په دغسې مراسمو کې برخه اخیسته، خو پرون د هر کاردینال ۱۰ مېلمنو ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې له پاپ فرانسېس پرته نورو ماسکونه کارولي وو او له یو بلهیې فاصله درلوده. پاپ فرانسېس تر اوسه د ۱۲۸ کاردینالونو له ډلې ۵۷ فیصدهیې ټاکلي دي.
د اوکراین ولسمشر د ستالین د دورې کاختي یا (هولو دومور) د اوکراین د وګړو نسل وژنه وبلله. ولادیمیر زلنسکي پرون (د نومبر ۲۸مه) د «هولو دومور» د قربانیانو په یاد په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "هولو دومور چې د ستالین د استبدادي رژیم لهخوا زموږ د خلکو د نسل وژنې لپاره پیل شو، د اوکراین د ملیونونو وګړو د مړینې سبب شو. دا د اوکراین له هغه شمېر وګړو سره چې په دوهمه نړیواله جګړه کې وژل شوي وو، برابر دي. موږ هغه پېښه نههېروو او نهیې بخښلی شو." اټکل کېږي چې له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۳۳م کلونو پورې له دوهنیم میلیونو... Читать дальше...
د اذربایجان لویه څارنوالي وايي څلور ملکیانیې هغه وخت ووژل شول چې موټر یې پر یوه ټانک ضد ماین وربرابر شو. د څارنوالۍ په وینا، دغه چاودنه پرون د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ په فیزولي سیمه کې وشوه. د اذربایجان لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي. د ارمنستان او نګورنو قرهباغ چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي. په هغه جګړه کې چې د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پیل شوه او شپږ اوونۍ یې دوام وکړ، اذربایجان پر فیزولي سیمه ولکه ټینګه کړه. Читать дальше...
په غور ولایت کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي کتابتون ودانۍ پرانیستل شوه. د غور د ښځو چارو رئیسې حلیمې پرستش پرون ازادي راډیو ته وویل، پر دغې ودانۍ څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ لګول شوي چې د ریاست له بودجې ورکړل شوي دي. د غور د والي مرستیال حبیبالله رادمنش ویلي، هیلهمن دی د دغه کتابتون له پرانیستل کېدو سره په دې ولایت کې ښځو او نجونو ته د مطالعې ښه زمینه برابره شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسلهوالو طالبانو او نورو «ترورېستي» ډلو خپل بریدونه پر ملکي اهدافو متمرکز کړي دي. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، پرون د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه غونډه کې پر دې موضوع خبرې وکړې. د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې امنیتي مسؤلانو د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر حملو هم بحث وکړ. ښاغلی اندړ زیاتوي: "د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو اوسنۍ تګلاره داسې ټاکل شوې چې خپل بريدونه پر ملکي ځايونو متمرکز کړي، ځکه د مخامخ جګړې... Читать дальше...
په هلمند کې د خبریالانو یوه ټولنه وايي، د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په اړه په څېړنو کې تر اوسه د کوم پرمختګ نښه نهلیدل کېږي. په مرکز لښکرګاه کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر زینالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تر دې مهاله، کشفي ارګانونو، مسؤلو ادارو په قضیه کې هېڅ پرمختګ نهدی کړی. موږ او د ده کورنۍ تهیې راپور نهدی ورکړی، په داسې حال کې چې دوی په لومړیو ورځو کې ویلي وو چې په دې قضیه کې یې پرمختګ کړی او هغه مجرمان چې په قضیه کې لاس لري وبه نیول شي او د قانون منګولو... Читать дальше...
د زابل د ولایتي شورا د رییس عطاجان حقبیان په موټريز کاروان باندې بمي برید شوی چې په کې یو کس مړ او ۲۲ نور ټپیان دي. دا خبره د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وکړه. ښاغلي سیال وویل عطاجان حقبیان او دوه ساتونکي يې ټپيان دي. د زابل د والي ویاند وايي، د عطاجان حقبیان په موټرو د یوه بل ټونس ډوله موټر په وسیله چې په کې چاوديدونکي توکي ځای و د سهار په لسو بجو برید شوی. د زابل د ولایتي روغتون مشر محمد داود مجیدي ازادي رادیو ته وویل چې د پیښې له ځایه روغتون ته یو مړ او ۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه یې ملیکان دي. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په غزني کې د ننني موټربم برید له امله یواځې د لسو پوځیانو وژل کېدل تاییدوي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن رسنیو ته په دې اړه ویلي: "متاسفانه نن سهار یوه انتحاري بریدګر د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوې اډې ته څېرمه برید وکړ چې په دې پېښه کې موږ خپل لس تنه مېړني پوځیان له لاسه ورکړل او اوه تنه یې ټپیان شول، انتحاري بریدګر غوښتل چې اډې ته ننوځي خو د پوځیانو د ډزو په نتیجه کې په دې کار ونتوانېد او اډې ته نږدې یې چاودنه وکړه." د غزني چارواکي بیا... Читать дальше...
په ټوله فرانسه کې زرګونه کسانو د نوي امنیتي قانون پر خلاف مظاهره وکړه. په فرانسه کې دا تازه کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې په یوه خپره شوې وېډیو کې پولیس په پلازمېنه پاریس کې د موسیقۍ د یوه تورپوستي پروډیوسر د وهلو او ښکنځلو په حال کې ښکاري. مظاهرهچیانو له حکومته د هغه امنیتي قانون د فسخه کېدو غوښتنه وکړه چې له مخې یې د پولیس افسرانو د څېرو خپرولو لپاره د خبري رسنیو حق محدودېږي. په زرګونه کسان د پلازمېنې پاریس په مرکزي میدان او شااوخوا سړکونو کې راټول شول، د فرانسې درې رنګه بیرغونه او د پولیسو... Читать дальше...
د افغانستان حکومت وايي ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو، د وضعیت په درک کولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او په دې اړه خپل غږ یې په متحدانه ډول اوچت کړی دی. د حج او اوقافو وزارت وايي، دغو هېوادونو او سازمانونو له وزارت سره په تفاهم دا دریځ خپل کړی دی. د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني پرون ازادي راډیو ته وویل: "وزیر صاحب او نورو همکارانو په خپلو اعلامیو او ویناوو کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ بیان کړی دی. دا نور هېوادونه چې دا جګړه ناروا بولي، دا هم د وزارت هڅې وې چې د نورو هېوادونو... Читать дальше...
د بینالافغاني مذاکرو د کړنلارې پر نهايي کېدو، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو لهخوا ضد و نقیض څرګندونې شوې دي. که څه هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر ټوله کړنلار موافقه شوې ده، خو افغان دولت وايي اختلافي ټکي لا هم حل شوي نهدي. د دولت مذاکره کوونکي وايي د مذاکرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور وضاحت ته اړتیا لري. خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، اصلي مذاکرو کې پر کړنلارو د دواړه مذاکره کوونکو ډلو لهخوا موافقه شوې ده. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د بحث اصلي ویناوالو د سولې او ثبات د راتلو لپاره د هڅو په چټکۍ ټینګار وکړ. غونډه په دې عنوان جوړه شوې وه چې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ لپاره څه کولی شي؟ د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو نورو ګډونوالو په څېر د ویډیو کنفرانس له لارې براخه اخېستې وه او په خپله وینا کې یې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او د ده په خبره قربانیو یادونه وکړه. ولسمشر غني طالبان تورن کړل چې له سږ فبروري راهیسې یې د... Читать дальше...
په بلوچستان اسمبلۍ کې، د صوبې د امنیت د صورتحال په اړه د بحث پر مهال د اسمبلۍ غړو وویل، حکومت له پکار دي چې د نا امنۍ د لرې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د نومبر پر ۲۷مه دغه غونډه د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه. اسمبلۍ د یو ګډ قرارداد په منظورولو سره د بلوچستان د سوداګرو د ټولنې د پخواني جنرل سېکرټري الله داد ترین د وژنې غندنه وکړه. نوموړی څو ورځې وړاندې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی و. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ د غړي نصرالله زیري لخوا تحریک التوا وړاندې شو چې پکې... Читать дальше...