د لوېدیځو ولایتونو په لسګونه کلیوالو ښځو خپل لاسي توکي په هرات کې نندارې ته وړاندې کړې دي. د غور ولایت اوسېدونکې ماه تابان چې دغه درې ورځني نندارتون تهیې خپل لاسي توکي راوړي وایي: "په غور کې امني نهده او موږ نهشو کولای چې هلته د لاسي صنایعو توکي وپلورو. هرات ته راغلي یو چې دلتهیې وپلورو او یو څه هم راته ګټه پاتې شي." له دغه نندارتون څخه هدف د کلیوالو ښځو پیاوړي کول او د لاسي صنایعو تولیداتو تهیې بازار موندنه ښودل شوې. له هراته د ازادي راډیو خبریال وایي چې په دغه نندارتون کې د هرات، بادغیس،... Читать дальше...
د فراه والي د پشترود ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وژلو خبر ورکوي. تاج محمد مجاهد ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د دې خبر د تأیید ترڅنګ دا رد کړه چې ګنې د پشترود ولسوالۍ دې طالبانو نیولې وي. هغه زیاته کړه: "په اوس وخت کې ولسوالي د دولت په لاس کې ده او د ملي اردو ځواکونه پهکې حضور لري. یو څېړونکی پلاوی مو استولی ترڅو دا پېښه وڅېړي." تر دې مخکې د فراه د ولایتي شورا یوه غړي خیر محمد نورزي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د شنبې په ورځ د پشترود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ حمله کړې... Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا په مومندو کې باغوانان وايي چې د سرو املوکو په باغونو کې يې شوکه پيل کړې ده. د دوی په وينا دغه ميوه يې د ښه موسم په وجه مرضونه نه کوي نو خوږوالی يې زيات وي او بيعه يې هم زياته وي. په مومندو کې د سرو املوکو شاوخوا ۱۰۰ باغونه دي چې په هر باغ کې تر ۱۰ زيات کاريګر کار کوي. نور حال د شاهنواز ترکزي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان سولې بهیر، روانو ناامنیو او په کابل ښار کې د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکي، په کابل پوهنتون له برید وروسته په قطر کې د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي له طالبانو سره له مخامخ ناستو ډډه کړې، خو روښانه نهده چې دغه اعتراض به د څو ورځو لپاره دوام وکړي. په سرمقاله کې راغلي، که د افغان پلاوي هدف طالبانو باندې له دې امله فشار راوستل وي چې تاوتریخوالي راکم کړي، نو نورې لارې هم وې. سرمقاله... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمب د انتخاباتي کمپاین ډلې په اریزونا ایالت کې حقوقي دعوه ثبت کړه. په دې ایالت کې د ټرمپ او بایډن رایې ډېرې سره نژدې دي. ولسمشر ټرمپ له جوبایډن څخه د ماتې له منلو انکار کړی دی. د اریزونا د ماریکوپا د سیمې په محکمه کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په دعوه کې ادعا شوې چې د انتخاباتي کار کوونکو لارښوونه ددې لامل شوې چې رایه ورکوونکي د رایې ورکولو په مرکز کې یوه تڼۍ کېګاږي چې له کبله یې ممکن د دوی رایې ضایع شوې وي. په اقامه شوې دعوه کې دغه راز ویل شوي چې دا رایې ممکن د... Читать дальше...
د امریکا متحدانو د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د جوبایډن د انتخابېدو سمدستي هرکلی وکړ. جرمني او اتلانتیک دا د دواړو خواوو ترمنځ یو نوی باب وباله، خو روسیې پرې چوپتیا غوره کړې ده. ویل کېږي چې بایډن به د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرتله د روسیې په وړاندې د دغه هېواد د بشري حقونو د سابقې په اړه سخت دریځ غوره کړي. منتخب ولسمشر بایډن په ځلونو پر ګاونډیو د یرغل او د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د لاسوهنې په شمول د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اقداماتو چې دی یې ناوړه اقدامات بولي، نیوکې کړې دي. Читать дальше...
د ډیموکرات ګوند کانديد جوبایډن د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بری ترلاسه کړی. ۷۷ کلن بايډن د نومبر پر اوومه د واشنګټن له وخت سره سم تر غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ بجې ګټونکی اعلان شو. په امريکا کې د نومبر پر درېيمه د ولسمشرۍ انتخابات وشول، خو په ګڼو ایالتونو کې رأی شمېرنې وخت واخیست چې له کبلهيې څلور ورځې وروسته ګټونکی کانديد اعلان شو. ټرمپ له ۱۹۹۲ کال راپه دې خوا د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې په دوهم وار انتخاباتو کې نهبریالی کېږي. تر دې مخکې په ۱۹۹۲ کال بل کلنټن جورج اېچ بوش ته ماتې ورکړې وه. Читать дальше...
د امریکا نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د انتخاباتو د نتیجو تر څرګندېدو وروسته په لومړنۍ وینا کې د امریکا ملت یووالي ته وروباله. ده وویل:"زه د ولسمشر په حيث ژمنه کوم چې د تقسيم پرځای د یووالي هڅه کوم. دلته نه سره او نه هم شنه ایالتونه دي بلکې يوازې متحده امريکا ښکاري." ده همدا راز وویل، له راتلونکې اوونۍ څخه به له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یوه ضربتي قوه جوړه کړي. بایډن چې د انتخاباتي کمپاین په موده کې یې له کرونا ویرس سره د مبارزې پر وړاندې د جدي اقداماتو ژمنه کړې وه، اعلان وکړ چې د نوومبر... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر د څرګندنو په خاطر د دغه هېواد سفارت ته اعتراض کړی دی. د دې وزارت د اعلامیې له مخې چې د شنبې په ماښام (د نوومبر په ۷مه) خپره شوه، راغلي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر حامدالحق خبرې په سختو ټکو غندي. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د شنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې په پاکستان کې مذهبي مدرسې په افغانستان کې د ویرانۍ اصلي لامل وبللې او له پاکستانه یې وغوښتل چې د مذهبي افراطیت خپروونکو مدرسو مخه دې ونیسي. Читать дальше...
په جوزجان کې ځينو خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ويلي چې خبريالي جرم نه دی او تروریستان نه شي کولای په افغانستان کې د خبريالانو د کار مخه ونیسي. دوی د شنبې په مازیګر (د نومبر په ۷مه) د جوزجان ولايت په پلازمېنه شبرغان کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې د بيان ازادي بايد خاموشه نه شي:"موږ چوپ نه پاتې کېږو. پر خبريالانو حمله يو غير انساني کار دی." راټولو شویو کسانو د یوه پخواني خبريال يما سياوش پر موټر شوې بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې خبريالان خپل هدف ونه ګرځوي. Читать дальше...
په لوګر کې په یوه ترافیکي پېښه کې د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل شوی او د تڼیو ولسوالۍ ولسوال په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي. د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د لوګر ولایت اړوند د تېره په سیمه کې د شنبې په ورځ وشوه. د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. سمونوال داود تڼی له دې وړاندې د خوست د لومړۍ حوزې امر، د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ امنیه قوماندان په حیث دندې ترسره کړي وې. دا په دې وروستیو نږدې ورځو کې د خوست او کابل... Читать дальше...
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د الکټورل کالج لازمي رأيې وګټلې او خپل جمهوري غوښتونکي سیال او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهیې ماتې ورکړه. د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې ډموکراټ کاندید جوبایډن په پنسلونیا ایالت کې په اکثریت رأيو ګټلو سره د ولسمشر کېدو لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي. د راپورونو له مخې جوبایډن د الکټورل کالج ۲۷۳ رایې ګتلي دي. د ولسمشر په توګه د انتخابېدو لپاره کاندید باید د الکټورل کالج ۲۷۰ رأیې وګټي. Читать дальше...
د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) پولیسو لږ تر لږه ۳۰ ډاکټران نيولي دي. د بشري حقونو ادارې وياسنا ويلي چې دا ډاکټران د يوې مظاهرې لپاره راټول شوي وو. خپره شوې ويډيو ښيي چې ماسکونه پرمخ – پوليس، نيول شوي کسان په یوه ميني بوس موټر کې له ځان سره بيايي. د مېنسک پولیسو د يو شمېر مظاهره چيانو نيول تأييد کړي دي. په بېلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو راهیسې مظاهرې را روانې دي. په دغو انتخاباتو کې الکېساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د ولسمشر په توګه ګټونکی اعلان شو. Читать дальше...
د ایران د بشري حقونو مشهوره مدافع نسرین ستوده چې د جاسوسۍ په تور په زندان کې وه، په موقت توګه ازاده شوې ده. د ایران د قضایه قوې خبري اژانس میزان پرون د شنبې په ورځ د نومبر په اوومه نېټه پرته له جزئیاتو راپور ورکړی چې نسرین ستوده د ښځو د زندان له سرپرست مشرې سره په توافق راخوشې شوه.
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر د رئيس په ګډون، د سپينې ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي. ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د ټرمپ د دفتر د رئیس مارک مېډوز د کرونا ویروس نتيجه د نومبر په څلورمه نېټه مثبت راغلې وه. مېډوز تېره مياشت اعلان کړی و چې امريکا نه شي کولای د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. مارک ميډوز د مارچ په ۳۱مه د ولسمشر ټرمپ د دفتر رئيس وټاکل شو. دی درېيم کس دی چې د ټرمپ د دفتر رئيس شوی. ميډوز د ولسمشر ټرمپ سره د انتخاباتو په درشل کې سفر کړی و. هغه... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې روان بهیر له خطر سره مخامخ کوي. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند وايي، د طالبانو زیاتې شوې حملې د سولې بهیر زیانمنوي او خلک د دې پروسې په اړه مأیوسه کوي. صدیق صدیقي د شنبې په ورځ (د نومبر په ۷مه نېټه) رسنیو ته په لېږلي وېډيويي پیغام کې زیاته کړې: "د طالبانو د حملو زیاتوالی زموږ د سولې پروسه ضعیفه کوي، له خطر سرهیې مخامخ کوي، افغانان او نړیواله ټولنه نهیلې کوي. له بده مرغه له امریکا سره د طالبانو د موافقهلیک له لاسلیک کېدو راهیسې طالبانو د... Читать дальше...