Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2019

Новости за 18.11.2019

Mashaalradio.com 

بزينجو: د ادريس خټک غېبولو شک مو پر جاسوسي ادارو دی

د پاکستان د سېنټ غړی او د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو وايي د دوی د ګوند غړی او بشري حقونو فعال، ادريس خټک د تښتونې شک يې پر امنيتي ادارو دی. نوموړي د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې د خټک د موندلو او راخوشي کولو لپاره د نومبر په ۱۹مه عدالت ته ځي.

Mashaalradio.com 

په کواټ کې آسلوبې او نورې سیالۍ

د نومبر پر ۱۷مه په کواټ کې بېلا بېلې آسلوبې وشوې چې پکې نېزه بازي، پولو، ځغل او نورې سیالۍ شاملې وې. په سیالیو کې د کواټ کالجونو او له لکي مروت او ډېره اسماعیل خانه د ورغلیو کلبونو لوبغاړو برخه واخیسته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو د نړۍ مهم خبرونه

امريکا په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندي زور زیاتی غندلی دی. د امريکا په د کلیفورنیا ایالت کې په يوه میلمستيا کې یوه کس لس کسان په ډزو وويشتل. د اسیا تر ټولو لویه هوايي ننداره په دوبی کې پیل شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

Pa.azadiradio.com 

هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي

د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی . پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو . پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.  معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی . یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي. پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې د پارلمان د پرېکړې پر خلاف لاریونونو دوام

اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.  نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې  د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ. د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خوست کې درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه

نن د نومبر پر ۱۸مه نېټه د خوست اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو د اوو لویو کلیو درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه. د خوست چارواکي وايي، چې دې کلیو ته د برېښنا په غځونه او د نورو اړوندو وسایلو په لګولو ۱،۴ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د مړزانو د تولید افغاني ماشین

اوس نو د مړزانو غوښه یوازې د ګوتو په شمار ښکاریانو خوراک نه دی. د مړزانو د تولید دغه ماشین چې د افغانانو په لاس جوړ شوی او د تولید ښه ظرفیت لري، د مړز د غوښې د ډېریو ارمانجنو ارمان پوره کولای شي. نور د لیمې هادي په دې راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

هغه نابینا چې نورو نابینایانو ته لارښونه کوي

غلام سخي د افغانستان په شمال د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او په ډېرو کمو امکاناتو خپلو حقونو ته د نابینایانو د لاسرسي لپاره کار او مبارزه کوي. د ازادۍ راډیو خبریال اکرام الله کرم پرې دا ویډیي راپور جوړ کړی دی.




Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې پولیسو ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه په پلخمري ښار کې ۲۵ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي. په دوهمه پېښه کې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال شپږ کیلوګرامه چرس ونیول او په دې تور یې درې کسان هم نيولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ترافیکي پېښې یو تن وژلی او څلوېښت نور یې ټپي کړي

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلوېښت نور ټپیان دي. د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د یوه مسافر وړوړنکي بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده. دغه پېښه د بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې شوې ده. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ښاغلی بشارت زیاتوي چې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. تر دې وړاندي تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې موټر چلوونکي په تېزچلونې او بې احتیاطۍ تورن شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې فابریکه لرونکو د بهرنیو غنمو پرځای خپل کورني اخیستي

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي. د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي. هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي." نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوو لاسي بمي چاودنو ۴ سرتېري او ۱ ملکي وګړی ټپي کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن کابل کې د دوو لاسي بمونو د غورځولو له امله د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند د نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي. دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري. رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي و چې دوو پرلپسې انتحاري چاودنې وشوې. تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټربم چاودنې له امله د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسه ووژل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات، بلخ، کونړ او لغمان کې د کبانو روزنې ۸۰ فارمونه جوړېږي

په هېواد کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي. هغه زیاته کړه: "د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی، او د کال تر وروستیو پوري به بشپړ شي، له دغو اتیا فارمونو څخه ۲۰ په هرات،۲۰ په بلخ،۲۰ په لغمان او کونړ کې تر کار لاندې دي چې یو شمېر یې بشپړ شوي او یو شمېر نور به دکال تر وروستیو پورې بشپړ شي." نوموړي وویل، تردې وړاندې د کرنې وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د نشه يي موادو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

په کابل کې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد یې قاچاق کول. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د سر کوتل په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه تریاک او ۱۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې کابل ښار ته انتقالول. په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه کیلوګرامه ښیښه ونیوله او په دې تور یې دوه خرڅوونکي هم نیولي دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus