Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2019

Новости за 21.08.2019

Pa.azadiradio.com 

د یوه پیل پای "لمړۍ برخه"

د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو مستند لیکوال امان الله پویامک لوستونکی: اکرام‌الله اکرام اېډېټ تمیم اخګر ویډیو: شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د یوه پیل پای "دوهم برخه"

د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو مستند لیکوال امان الله پویامک لوستونکی: اکرام‌الله اکرام اېډېټ تمیم اخګر ویډیو: شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د یوه پیل پای "دریم برخه"

د شاه امان الله خان د کارنامو او میراثونو مستند لیکوال امان الله پویامک لوستونکی: اکرام‌الله اکرام اېډېټ تمیم اخګر ویډیو: شفیع کریمي، لېمه هادي، ذکریا صفري او تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان له امریکايانو سره د جګړه ختمول غواړي خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا پر طالبانو باور کېدای شي که نه. د ډنمارک صدراعظمې ویلي: د ټرمپ دا خبره د خندا وړ ده چې ډنمارک دې ګرینلند پر امریکا خرڅ کړي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې پر افغان سوله غونډه شوې

د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د ګډې کمېټۍ پېنځمه غونډه وشوه چې پکې د افغانستان د سولې پر بهیر او راتلونکې بحث وشو. د غونډې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، دوی غواړي چې د سیاست او خبرو له لارې د افغانستان جګړه ختمه شي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کونړ په دانګام کې د دولت ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

د کونړ والي وايي، تېره شپه د ملي امینت ځانګړو ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په مرکزونو عملیات کړي چې پکې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. والي عبدالستار میرزکوال د ۴ شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې په دغو شپنیو عملیاتو کې د وسله والو دوه مرکزونه له منځه وړل شوي، پنځه تنه يې وژل شوي او ۶ يې ټپیان دي. هغه وايي، وژل شوي او ټپيان له ډېورند کرښې اخوا ګاونډي هېواد ته اړول شوي. تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.




Pa.azadiradio.com 

د کونړ والي: د پاکستان پوځ پر شلتن ولسوالۍ ۷۲۰ مرمۍ راویشتلي

د کونړ والي وايي، پاکستاني پوځیانو د دې ولایت د شلتن ولسوالۍ پر غرنیو سیمو د توپونو سلګونه مرمۍ ویشتې دي.  عبدالستار میرزکوال زیاتوي چې د پاکستانیو ځواکونو د توپونو ډزې اوس هم د شلتن په ولسوالۍ دوام لري. والي زیاته کړه: په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان پوځ د شلتن پر ولسوالۍ ۷۲۰ د توپونو مرمۍ راویشتلي، خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی. هغه وایي، د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو او د ډېورند پر کرښه د هغوی د حرکتونو ټول راپورونه او معلومات يې مرکز کابل ته لېږلي دي. شااوخوا نهه کاله کېږي چې د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ایران په ترهګرۍ تورن کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او تهران یې بیا تورن کړ. پامپیو وویل، تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب یې رامنځته کړي دي. هغه وویل چې که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېږي، تهران به له محدودیت پرته ګډوډي رامنځته کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: له طالبانو سره هوکړې ته چمتو یوو، خو که طالبان چمتو وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې له طالبانو سره یوې نهایي هوکړې ته چمتو دي، خو که طالبان هم ورته چمتووالی ولري. زلمي خلیلزاد تېره شپه پر یوه ټوېټر لیکلي چې په واشنګټن کې یې ګټوره اوونۍ درلوده، مشرانو ته یې په دې اړه چې اوس په کوم پړاو کې یوو او په راتلونکي کې به څه ګامونه پورته شي، معلومات ورکړل. خلیلزاد لیکلي چې بېرته سیمې ته په لاره دی، لومړی تم ځای یې دوحه ده او هڅه به وکړي چې پاتې موضوعات هم سره راغونډ کړي، دوی چمتو دي او وبه ګوري چې ایا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندي پولیس: په کشمیر کې یو مشکوک سخت دریځی وژل شوی

د هند پولیس وایي، امنیتي ځواکونو په کشمیر کې له مشکوکو سخت دریځو سره د ډزو په تبادله کې یو مشکوک سخت دریځی وژلی دی. دا په روانه میاشت کې له هغه مهال راهیسې چې نوي ډیلي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر څخه ځانګړی موقف بېرته واخیست، لومړی نښته ده. پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بارامولا په سیمه کې شوې، د پولیسو یو افسر هم وژل شوی دی. په کشمیر کې په زرګونو اضافي ملېشې ځای پرځای شوي چې بغاوت کنټرول کړي. پولیسو وویل چې دغو ملېشو پرون د بارامولا ښارګوټي په زړې سیمه کې عملیات وکړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار په پچیراګام کې د داعش دوه پاکستاني غړي وژل شوي

په ننګرهار کې چارواکي وايي، د پچیر اګام په ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د داعش د وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د جیټ الوتکې دا برید پرون سې شنبه غرمه مهال په تنګي سیمه کې شوی. د داعش د وژل شویو غړو په اړه همدومره ویل شوي چې پاکستاني اتباع دي، خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي. د پچیراګام په شمول د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش وسله واله ډله پراخ فعالیتونه لري. دې ډلې د تېرې یکشنبې په شپه په کابل کې پر یوه واده د هغه خونړي برید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډنالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی. نوموړي په کشمیر کې چې د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده او په وروستیو کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د ‌ډزو د تبادلې شاهده ده، وضعیت خطرناک بللی دی. ډنالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره به په دې موضوع د دې اوونۍ په پای کې خبرې وکړي. تمه کېږي چې دواړه مشران د فرانسې په جنوب لوېدیځ کې د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې پر مهال سره وګوري. کله چې د اګست په ۵مه نوي ډیلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ غواړي چې جان سالیوان په روسیه کې د امریکا سفیر وټاکي

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالېوان په مسکو کې د واشنګټن ډېر ښه راتلونکی سفیر کېدی شي. په مسکو کې د امریکا اوسني سفیر جان هُنټسمن د دې میاشتې په پیل کې خپله استعفا اعلان کړه. ټرمپ دا خبره د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د رومانیا د ورغلي ولسمشر کلاوس یوهانیس سره د لیدو پر مهال خبریالانو ته وکړه. ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې وویل، تمه ده چې ټرمپ به سالېوان پر دې ډیپلوماتیک پوسټ وټاکي. دا په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کشمیر: ټرمپ د منځګړتوب وړاندیز وکړ

ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې د اونۍ په پای کې به په دې لړ کې د هندي وزیراعظم نریندر مودي سره د جي اوه په سرمشریزه کې خبرې وکړي. تمه ده چې په فرانس کې کیدونکې د جي اووه سرمشریزه کې به د امریکا او هند مشران وګوري.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو په پاتې کېدو د ټرمپ ټینګار

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ رول د پولیسو یوه مسخره ځواک ته پاتې کېږي او دی له اتلسو کلونو وروسته له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو غوښتونکی دی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus