Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 27.04.2019

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت سلګونو اوسېدونکو مظاهرې وکړې

په پوځي عملیاتو کې د شپږو تنو ولسي وګړو په وژنې نن د پروان ولایت سلګونو اوسېدونکو مظاهرې وکړې. اعتراض کوونکو ویل چې د خلازايي او رباط په کلیو کې په پوځي عملیاتو کې بېګناه کسان وژل شوي دي. دې پارېدلو معترضانو د سالنګ- کابل لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړله او له حکومته یې د دې کسانو د وژل کېدو سپیناوی وغوښت. د پروان یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا پوځي عملیات په پایتخت کابل کې له سیمه ییزو امنیتي ځواکونو سره له هم غږۍ پرته پلان شوي او ترسره شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین وځنډېد

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو په دې هېواد کې پر روغتیايي کارکوونکو له بریدونو وروسته دغلته د ګوزڼ یا پولیو د ناروغیو پر ضد د واکسینو کمپاین وځنډاوه. له یوې اوونۍ په کمه موده کې په پاکستان کې د پولیو د واکسینو یو روغتیايي کارکوونکی او دوه تنه هغه پولیس سرتېري چې د واکسیناتورانو امنیت یې ساته، ووژل شول. د پاکستان د روغتیا چارواکو نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د واکسین وروستی ملي کمپاین درولی دی. دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوې پېښې موندل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په لوهانسک کې د مړو کان کیندونکو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

د اوکراین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد. په دې سیمه کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو مشران چې د ډبرو د سکرو پر دې کان کنټرول لري، وايي چې د ټولو ورکو کان کیندونکو جسدونه تر لاسه شوي دي. د مړو شویو کان کیندونکي دا شمېر د شنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان شو چې د لټون او ژغورنې کارکوونکو د یورویکا په کلي کې د دې کان له ژورو د ټولو کان کیندونکو مړي را وویستل. دا سیمه د روس پلوو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې ده. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین په داسې پلان غور کوي چې اوکراینیانو ته د روسیې تابعیت اسانوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، حکومت یې پر یوه داسې پلان غور کوي چې له مخې به یې نه یوازې د اوکراین په ختیځ کې د جنګ ځپلو سیمو اوسېدونکو، بلکې ټولو اوکراینیانو ته د روسیې د تابعیت ترلاسه کول اسانه شي. پوتین دا څرګندونې نن په بیجنګ کې د چین د یوې لارې – یو کمربند د پروژې په مناسبت نړیوالې سرمشریزه کې وکړې. د تېرې چهارشنبې په ورځ ولسمشر پوتین یو فرمان صادر کړی چې له مخې یې د اوکراین د ختیځ د ډونیڅک او لوهانسک د سیمې د اوسېدونکو لپاره د روسیې د تابعیت تر لاسه کول اسانېږي. د پوتین پر دې فرمان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سوات کې نوي لرغوني اثار موندل شوي

د خېبر پښتونخوا د سوات بريکوټ په سيمه کې د بازيره نوي لرغونې اثار موندل شوي چې پکې مندر او قلعي برج هم شامل دی. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت لاریون دوهمې ورځې ته وغځېد

د بغلان ولایت د ولسي جرګې پایلې پرون اعلان شوې او ورسره دغه لاریون کوونکي هم سړکونو ته راوتل. دغو لاریون کوونکو د کابل- شمال لاره د مسافرینو په مخ تړلې ده او مسافرین یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. ویډیو: بشیر احمد غزالي اېډېټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

۳۹ کلنه مریم ۳۸ ماشومان لري

د یوګانډا هېواد مریم نباتنزۍ د ۳۸ ماشومانو مور ده خو د خپلو ټولو اولادونو پالنه پخپله کوي. د مریم څو ځلې درې درې او څلور څلور ماشومان یو ځای زېږېدلي دي. ويډيو: رويټرز راپور: فرخنده اسد

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په غور کې یوه پوسته د محدود وخت لپاره طالبانو نیولې وه

چارواکي وایي چې په غور ولایت کې تېره شپه د بند بایان امنیتې پوسته د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.  د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش ازادي راډیو ته وویل، دا پوسته تېره شپه د محدود وخت لپاره وسله والو طالبانو نیولې وه، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته یې ونیسي. ښاغلي رادمنش وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل. د بند بایان امنیتې پوسته د غور څو ولسوالیو ته د تللې لویې لارې د امنیت لپاره یوه مهمه پوسته ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي

چارواکي وايي، په ارزګان کې د درې پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. دا عمليات په کندهار کې مېشتې د صفر ۳ ځانګړې قطعې ځواکونو د ترينکوټ د سرخ مرغاب په سيمه کې ترسره کړي دي. د دې ځواکونو له خوا ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي چې درې يې پاکستاني اتباع دي. سرچينه وایي چې وژل شويو پاکستانيانو، طالبانو ته په سیمه کې د ماين جوړولو روزنه ورکوله. په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۵ وسله وال ژوندي نيول شوي او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له زرګونو فارغانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

په غزني کې د دولسمو ټولګیو له زرګونو فارغانو پوهنتونونو ته د جذب لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه. دا ازموینه چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه، د جمعې په ورځ پای ته ورسېده. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په دې ازموینه کې ۸۰۸۳ کسانو ونډه اخیستې وه. چارواکي وايي، په سږني کانکور کې له غزني ۳۰۰۰ نجونو هم برخه اخیستې وه. په غزني کې له زده کوونکو څخه د لوړو زده کړو دولتي موسیسو ته د جذب لپاره د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په شمالي وزیرستان کې یوې چاودنې۳ ملېشه سرتېري وژلي

په شمالي وزیرستان کې نن یوې چاودنې د پاکستان د نیمه پوځي ملېشو درې سرتېري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د پاکستان امنیتي چارواکو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، بمي برید د شمالي وزیرستان په شیوا سیمه کې د خاصدارو د تالاشۍ پر یوه پوسته شوی دی. په سیمه کې د پاکستاني ملېشو ځینو غړو ازادي راډیو ته وویل، بم سهار وختي هغه مهال چې څوک نه وو د تالاشۍ په دې پوسته کې ځای پر ځای شوی و او سهار د اتو بجو په شااوخوا کې چې کله څلور تنه خاصه داره پوستې ته راورسېدل، وچاودېد. تر اوسه چا د دې بمي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: عربستان او د اوپیک نور غړي د تېلو د بهیر په اړه راسره موافق دي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، سعودي عربستان او د اوپیک یا تېلو صادروونکو هېوادونو د سازمان نور غړي د ده له دې غوښتنې سره سلا شوي چې د تېلو تولیدات زیات کړي، څو په نړۍ کې د تېلو بیې راښکته شي. ولسمشر ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي: "د سعودي عربستان او نورو سره مې د تېلو د بهیر د زیاتېدو په اړه خبرې کړي، ټول موافق دي." د نوي میلادي کال له پیل راهیسې په نړیوالو مارکېټونو کې د خامو تېلو بیې په سلو کې ۳۳ لوړې شوې دي. د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو وروسته په کې په سلو کې دوه اعشاریه نهه کموالی راغلی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه راخوشي شول

افغان کمانډو ځواکونو د اپرېل پر ۲۶مه د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۵۳ تنه د طالبانو له زندانه راخوشي کړل. د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په یوه خبري ناسته کې د دغو زندانیانو په اړه وویل، دوی له مياشتو بيا تر کلونو له طالبانو سره بنديان ول. د شریف الله شرافت ويډيويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له زندانه د ۵۳ تنو خوشې کېدل

د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه راخوشې شوي بندیان دا بندیان تېره شپه د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ څخه راخوشې شول. د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په یوه خبري ناسته کې د دغو زندانیانو په اړه وویل، دوی له ۲ تر ۱۰ کلونو راهیسې له طالبانو سره بنديان وو. ویډیو: شریف الله شرافت اېدېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

لیورپول فوټبال لوبډلې هادر سفیلد ته ماته ورکړه

د فوټبال لیورپول لوبډله بیا هم هڅه کوي چې جام ترلاسه کړي. لیورپول د فوټبال په کورنیو لوبو کې هادر سفیلد ته پنځه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او یو ځل بیا یې د انګلستان د غوره لیګ په جدول کې لومړی مقام خپل کړ. دغه ټیم د اتلولۍ لپاره باید منچسټر سیټي سره کېدونکې ټولې لوبې وګټي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات د فوټبال په غوره لیک کې صرافانو لوبډلې استقلال ته ماته ورکړه

د هرات ولایت ورزشي مسؤلین وايي، د فوټبال د غوره لیګ سیالیو د درېیمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې د صرافانو لوبډلې استقلال لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه. د دغه لیګ مسؤل نجیب الله نوروزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غورلیګ څلورمه اوونۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلېږي. ده وویل: "څلورمه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ارش او اتفاق ټیمونو، د پجنشنبې په ورځ سرخ پوشان له انصاري سره، د جمعې په ورځ ډېره حساسه لوبه د صرفانو لوبډله له اټک انرژۍ او د شنبې په ورځ استقلال له پامیر سره د لوبې ډګر ته ځي." ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې نا امنیو ښځینه ورزشکارانو ته ستونزې جوړې کړي

د غور ولایت د ورزش مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې روانو ناامنیو ښځینه وروزشکارانو ته ستونزې پیدا کړي دي. د دغه ولایت د ورزش امر امیر محمد غوري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په دغه ولایت کې ۱۶۰ نجونې په بېلابېلو برخو کې لکه فوټبال، باسکټبال، هندبال او پینګپانګ کې ورزش کوي. د ښاغلي غوري په خبره، دغو ورزشکارانو د هېواد په بېلابېلو لوبو کې ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې هم لري. نوموړی زیاتوي، که چېرې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ شي، نورې ډېرې نجونې به هم ورزش ته مخه وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus