په میدان وردګ کې په زرګونو کورنیو د هګیو چرګان ویشل شوي
د دغې ادارې رئیس ولياحمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل چې له چرګانو پرته، له دغو کورنیو سره د چرګانو دانه، د اوبو څښلو لوښي او دغه شان د چرګانو د ساتنې د ځای لپاره د جالیو او دروازو مرسته هم شوې ده.
ښاغلی تسل وايي، دغه کورنۍ کولای شي د چرګانو د هګیو په خرڅولو سره خپل اقتصاد ښه کړي.
د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي چې کورنیو په ځانګړي ډول د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له دې زیاته مرسته وکړي.