چارواکي: په فاریاب کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې نن سهار د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د قاري تاج الدین په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عمومي قوماندان په ګډون شل وسله وال طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې پنځلس نور وسله وال ټپیان او دولس تنه ونیول شول.
په دې عملیاتو کې د دښمن درې قرارګاوې او څو عرادې موټر او موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او یو زیات شمېر وسلې او مهمات یې نیول شوي دي.
۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې قاري تاج الدن په خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې په ډېرو ترورېستي حملو کې لاس درلود.
د دې قول اردو په وینا، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.