ازبکستان: د افغانستان د سولې لپاره سیمهییزه اجماع په پراخېدو ده
عبدالعزیز کاملوف د شنبې په ورځ په سمرقند کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي کاملوف ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیمې او نړۍ د هڅو ملاتړ کوي.
صلاح الدین رباني د هند او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف ازبکستان ته تللی دی.