د زعفرانو قاچاق او غیرو مستقیمو وارداتو لکونه افغانۍ زیان اړولی
د افغانستان د متشبیثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، افغانستان ته د بې کیفیته زعفرانو واردات د دې لامل شوي چې په هېواد کې د زعفرانو بیه راټيټه او افغان سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان واوړي.
نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د بې کیفیته زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي، که نه نو په دغه هېواد کې به د زعفرانو کښت او صادراتو ته جدي زیان ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د روانې میلادي میاشتې په پیل کې له بهره هېواد ته د زعفرانو د پیازو واردات منعه کړي وو.