د محمد "ص" د کاریکاتورونو په اړه له هالند نه د افغانستان غوښتنه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د دې موضوع په اړه د هالند له بهرنیو چارو وزیر سټېف بلاک سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له هغهیې وغوښتل چې د دې سیالۍ د مخنیوي لپاره تر وسه هڅه وکړي.
صلاحالدین رباني همداراز وویل چې دا مسئله په درسته نړۍ کې د یو نیم میلیارد مسلمانانو احساسات پاروي او د منل شویو اخلاقي معیارونو خلاف عمل دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د هالند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له دې سیالۍ سره موافق نهدی او هڅه به وکړي چې د خپل هېواد د قوانینو په چوکاټ کې ورسره چلند وکړي.
له بلې خوا د هالند صدراعظم تېره اوونۍ ویلي و چې حکومتیې د دې سیالۍ په برابرولو کې لاس نهلري مګر په هالند کې د بیان ازادي د دې سبب کېږي چې د دا ډول هلو ځلو مخه ونهشي نیولی.