Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ارګ: د سولې د خبرو مالکیت د افغان حکومت دی او نړیوال ترې ملاتړی رول لري

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د کتنو په اړه د راپورونو له تأیید وروسته افغان حکومت وايي، نړیوال همکاران يې د سولې په پروسه کې یوازې د اسانتیاوو برابرولو او ملاتړ کوونکو رول لري.


افغان حکومت وروسته په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو له لیدونو کتنو اندېښمن نه دی او ټینګار کوي چې دغه لیدنې کتنې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف تر سره کېږي.


د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سولې د بهیر مشري او مالکیت افغان حکومت کوي او نړیوال همکاران يې په دې برخه کې یوازې د ملاتړو رول لري.




دی وایي:


"د سولې د خبرو طرحه، مالکیت او مشري د افغان حکومت ده، ولسمشر غني په بادغېس ولایت کې په څرګند ډول اشاره درلوده چې د سیمې شرایط سولې ته برابر شوي او دا وخت د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه نشته، زمونږ نړیوال ملګري په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو او ملاتړ رول لري، نو دې ته په کتو، د سولې د خبرو اترو اصلي مالکیت له افغان حکومت سره دی."


د تېرې اوونۍ په ورستیو ورځو کې وال سټريسټ ژورنال ورځپاڼې راپور خپور ورکړ چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې اليس وېلز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې اترې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور نه رد او نه هم تأيید کړی، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یي ویلي چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره ټولې لارې څېړي.


له دې سره یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته په خبرو کې دا منلې چې استازو یې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په هدف له امریکايي چارواکو سره په قطر کې لیدلي دي.


د طالبانو دغه چارواکي دا هم ویلي چې فضا ډېره ښه وه او ګټورې خبرې شوې دي.




خو دا چې طالبانو تل د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره په خبرو ټینګار کړی، اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ناسته د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له پامه غورځول نه دي؟


د نړیوالو چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي، دا لیده کاته په دې هدف تر سره شوې چې د سولې په ټپه ولاړ بهیر بیا روان شي.


نوموړي وویل: 


"دا امکان لري چې په لومړیو کې هر څوک ښکېل شي، خو وروسته باید افغان حکومت بهیر ته داخل شي چې د خبرو اترو یو مهم لوری جوړوي، یعنې هغه وخت چې تفاهم رامنځته کېږي، پلي کوونکی یې افغان حکومت دی، نو ځکه اړتیا ده چې افغان حکومت باید په رسمي خبرو اترو کې دخیل وي."


په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو په خاطر، هڅې تېزې شوي چې ورسره د عامو خلکو او د چارو د څېړونکو هیلې هم ډېرې شوې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ بادغېس ولایت ته د خپل سفر په مهال هم دغې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې له بل هر وخته زیات، د سولې د ټينګښت لپاره شرایط برابر شوي دي.


راپور: یوسف خان ځدراڼ

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus