په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور۲۹تنه نیول شوي
دا عملیات په کابل، هرات، هلمند، ننګرهار، تخار، بادغیس، فراه، لغمان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسان نیول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۸۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.