بریتانیا له دغه هېواد نه د ۲۳ روسي ډیپلوماټانو د ایستلو اعلان وکړ
ترزا مې وویل دا ډیپلوماتان یوه اوونۍ وخت لري چې له بریتانيا ووځي.
بریتانيا دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې روسيې د سړې جګړې د وخت د هغو اعصاب فلجوونکو موادو په اړه لندن ته سپیناوی ورنهکړ چې په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس په مسمومولو کې ترې کار اخیستل شوی دی.
د بریتانيا صدراعظمې نن پارلمان ته په وینا کې وویل چې له روسيې سره د لوړې سطحې ټول تماسونه ځنډوي او بریتانوي وزیران او سلطنتي کورنۍ به په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د کتلو لپاره لاړ نهشي.
روسيې بیا د پخواني جاسوس سرګي سکریپال په مسمومولو کي لاس لرل رد کړي دي او ټینګار کوي چې تر څو ورته مسمومونکي مواد ونهښودل شي، په اړه بهيې بریتانيا ته معلومات ورنهکړي.